خوست کې نجونې پخپله خوښه واده کول غواړي

نن خوست کې لسګونو مېرمنو د ښځو نړۍوالې ورځې په مناست په جوړې شوې غونډې کې وویل چې له‌دې وروسته دې نجونې پخپله خوښه د نوي ژوند ملګری وټاکي.

په‌دې غونډې کې ـ چې زیاترو کلیوالو نجونو او مېرمنو په‌کې برخه اخېستې وه ـ وویل چې نجونې دې نور خپلو کورونیو ته اجازه نه ورکوي چې په ناخبرۍ کې وپلورل شي.

یوه مدني فعاله قریشه او بله کلیوالي جینۍ جمیله وايي چې نجونې دې دا قرباني ورکړي چې خپلو کورنیو کې د نوي ژوند برابرولو له‌پاره خپل حق په ښکاره واغواړي.

دوی پر ملایانو هم نیوکه کوي چې د هر څه په اړه په لوړ غږ نیوکه کوي خو په‌دې اړه په جدي ډول نه غږېږي چې نجونې د هغوی له خوښې پرته واده کولو شرعي موضوع نه‌ده.

یاده غونډه ـ چې په خوست کې د ملي ارمان ټولنې مشرې زینب افغان رابللې وه ـ سلام وطندار ته وویل چې اسلام نجونو ته پخپله خوښه د واده کولو حق ورکړی؛ خو پښتنو کې دا ډېر بد دود دی چې نجونې یې له اسلامي حقوقو منع کړې‌دي.

اغلې زینب زیاتوي چې خوست کې د نجونو په لوړ ولور سیالۍ کېږي او د دوی مبارزه دا ده چې نجونو ته په کورنیو کې واک پخپله خوښه د واده کولو حق ورکړل شي.

خوست کې نجونې په‌داسې حال کې پخپله خوښه واده کول غواړي چې ځوانان هم لا د کلتوري ستونزو له امله پخپله خوښه واده کولو ته زړه نه‌شي ښه کولی.

عام باور دا دی چې زیاتره کورني تاوتریخوالي له همدې امله رامنځته کېږي چې نجونې او هلکان پخپله خوښه واده نه‌شي کولی.

ورته مطالب:

د تابو ماتېدل؛ دوو ډاکټرانو «په بېخي کم لګښت» واده وکړ

یو زلمي خپله کوژدنه د واده د زیاتو لګښتونو له امله وژلې

یوه نجلۍ له طالب سره د واده نه‌کولو له امله امن‌کور ته تللې

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام