د کابل حشمت خان کول “ملي پارک” و نومول شو

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین نن د چاپیریال ساتنې د اوونۍ په مناسبت د کابل ښارحشمت خان کول سیمه د ملي پارک او یوه حفاظتي سیمه اعلام کړه.

دوی وايي، چې له دغه ځایه به د تاریخي سیمې په شان جدي ساتنه وشي.

د یاد وزارت ویاند لطف‌الله راشد و ویل، چې د حشمت خان کول له ځانګړي اهمیته برخمنه ده او دا به له نورو الوتونکو د نسل ګیرۍ او د حیواناتو د ساتنې ځای وي.

راشد وايي، چې په دغه سیمه کې تر اوسه ۴۰ هکټاره ځمکه د زورواکو له لوري غصب شوې ده او د نيولو له پاره يې هڅې جدي کړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام