کونړسیند مشاعره؛ مست کونړی سیند نه مهار او نه هیلې پوره شوې

شاعران د کونړ سیند ته له ګیلو ډک لفظونه نذرانه کوي. دا مشاعره هرکال د کونړ په زړه اسداباد کې کونړي لیکوالان، شاعران او فرهنګیان جوړوي؛ له نورو ولایتونو هم د شاعرانو تر څنګ د شعر او ادب مینه‌وال ګډون کوي.

د کونړ سیند مشاعرې سمبالګر ګڼي که له یو لوري په دې مشاعرې د هنر مینه‌والو تنده خړوبېږي له بلې‌خوا لویه هیله دا وي که ګوندې وشي چې د پخواني ولسمشر سردارمحمد داود خان هغه ارمان ته ورسېږي؛ چې پر کونړ سیند یې د یو ستر بند جوړېدل غوښته.

د کونړ یو مشر شاعر مختار اسرار حکومت راننګاوه چې تر اوسه یې مست کونړی سیند نه مهار کړ او نه یې هم د خلکو هیلې پوره کړلې.

که په هېواد کې روانو ترینګلو امنیتي حالاتو ټول ولس اندېښمن کړی نو ځوان کونړی شاعر تایید افغان هم د تنکیو زلمو له جنازو ستړی ښکارېده.

کونړ سیند مشاعرې ته له لغمانه ورغلي شاعر عطاالرحمان تلاش ګڼله چې هېواد کې له سولې پرته ژوند سخت دی.

په مشاعره کې ډېرو شاعرانو انتقادي او طنزیه شعرونو سره هغه کسان وننګول چې خپلې ګټې تر ملي ګټو لوړې ګڼي.

سږکال د کونړ سیند کلنۍ دودیزې مشاعرې ډېره برخه هنري او ذوقي شعرونو ته ځانګړې شوې وه چې ډېرو په کې د شعر په تار پېیلې مرغلرې پر خپلو مینهوالو ووېشلې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام