
د ميرزا كلام رموز دی
چې معنی يې په څو بابه
د ميرزا شعر يوازې د عمق او ژوروالي، تفكر او تاملاتو د انتقال خزانه نهده؛ بلكې د فورم او شكل له مخې هم زياته تنوع لري· د هغه په د ېوان كې د غزل او قصيدي نه نيولې تر ډېرو نورو ډولونو پورې شته· پوښتنه او ځواب يا مناظره هم پهكې په تمثيلي توگه د بيان يو ډول دی، چې د ميرزا په شعر كې يې ځای نيولی دی·
د لويديځې نړۍ په ادبياتو کې يو لړ داسې رمزي داستانونه شته، چې په انگريزې کې ورته اليگوري ( Allegory ) وايي، پهدې ډول تمثيل کې ظاهرې متن د يوې پردې حيثيت لري، چې د شاعر هدف او مقصد د هغې لاندې پټ دی. ليکوال يا شاعر د هغې معنا ته هېڅډول څرگنده اشاره نهکوي. يا په بل عبارت، پهخپله د متن تفسير او معنا نهکوي؛ خو معمولاً شاعر او ليكوال په لوی لاس لوستونکي دې ته هڅوي، چې د ذهني فعاليت او خلاقيت له مخې د متن معنا کشف كړي. يا داسې غوښتنه ده، چې ليکوال پهخپله د يو لوستونکي په عنوان هڅه كوي، چې داسې ليكنه او يا شعر هست كړي، چې د نه واقعيت ريښې، د هغه په متن کې پرتې وي او لوستونکی په يو ډول شک كې اچوي. دا ډول تمثيل پهدې سبب يا لهدې امله، چې په هغو کې شخصيتونه، حيوانات او شيان د اشخاصو نماينده يا داسې مفاهيم يا نور شيان دي، چې په حقيقي او متعارفه معنا دلالت نهکوي، دې ډول ته رمزي تمثيل ويل کېږي. (۱)(۱-۱۸۹)
ميرزا د خپل هدف د بيان لهپاره د رمزې تمثيلي داستانونو څخه هم كار اخلي او ځای ـ ځای ځېنې حكایتونه د شعر يا نظم په ژبه بيانوي. پهدې برخه كې د ميرزا يو شعر چې د كك يا خسڼې او حباب يا د اوبو د پوکانۍ ترمنځ مناظره ده، چې د هغې په ترڅ کې د دواړو استدلال توضيح كوي او له هغه نه د شاعر هدف دا دی، چې څنگه عرفاني قلمرو ته ننوځي او هلته خپله عرفاني رڼا اوروښنايي پلنه كړي. ميرزا د همدې شعر په پای كې وايي:
د ميرزا كلام رموز دی
چې معنی يې په څو بابه
ميرزا د خپل سلوک او پوهې په بنياد له رمز، سېمبول، اشارې او استعارې سره سر و كار لري. دا كار يا تگلوری د دې سبب شوی، چې د هغه كلام يو څه پېچلي شي؛ خو تصوفي اوعرفاني پوهه د دې سبب كېږي، چې لوستونكي او شننونكي د ميرزا د مطلب جوهر وڅېړي او سر پرې خلاص كړي.
ميرزا پهدې شعر كې د كك له خولې وايي:
| دغه كك ويل حبابه َ |
| |||||
| د اوبو پر مخ كريابه |
| |||||
| كه مدام په كې جار ووځې |
| |||||
| څوك دې نه وړې له گردابه |
| |||||
| د هېڅ چا غرض دا نهشته |
| |||||
| واړه چار دې بېصوابه |
| |||||
| چې راتله دې په تعجيل دي |
| |||||
| هسی درومې له شتابه |
| |||||
| هېڅ افزون تر قاعده نهشي |
|
| ||||
|
| څه صفت كړې له دريابه |
| ||||
| غوټې وويل ای ككه |
|
| ||||
|
| ته داوبو يې له حجابه |
| ||||
پاسنۍ برخه د همدي رموز شعر لومړۍ برخه ده، چې د كك بيان په كې وړاندې شوی دی. كك د خسڼې په معنا هم كارول كېږي؛ خو په «فرهنگ معين» كې هغه بېگټې سكور دی، چې سوزي، يو څه اور كوي او ان ايره يې هم نه پاتې كېږي. پهدې برخه كې حباب يا د اوبو د يوې قطرې استعاره او نښه ده، چې د كك يا سكرو لهخوا د بېگټې او بې فايدې څيز په توگه تمثيل شوېده. يا د خس يا كك په نزد داسې يو څيز دی، چې نه صواب لري او نه غرض، نه له گرداب يا اوبو له منځه ځي. په اوبو كې شته او هم نهشته. له اوبو جلا والی نهلري او كه جلا هم شي؛ هېڅ شی نهدی؛ خو غوټۍ يا حباب په ځواب كې څه وايي؟
له مقصوده خبر نهشوې |
| |
| كل گفتار دې بېحسابه | |
په غفلت دې عمر تېر كړ |
| |
| لا بيدار نه يې له خوابه | |
كه ته ځان و ته نظر كړې |
| |
| پرورش دې دی له ابه | |
ته د نوح پسر په زړه كړه |
| |
| پسو بېل شو له اصحابه | |
د درياب قدر دې نه زده |
| |
| سوزې برخه شه كذابه | |
چې د اور طلبگار درشي |
| |
| زر دې يوسي بېځوابه | |
اتش درست پر تا بلېږي |
| |
| په تا غوښې شي كبابه | |
كه دانا یې ځواب راكړه |
| |
| ستا نصيب دې څو عذابه | |
د ميرزا كلام رموز دی |
| |
| چې معنی يې په څو بابه | |
دويم كركټر يا سكور يا خسڼی په واقعيت كې د حباب پر وينا، له معرفته لېرې او بېبرخې دی. هغه عبث ژوند تېروي، د يو غافل او ناپوه انسان او ناموحد انسان سېمبول او رمز دی، چې تر اوسه لا په خوب ويده دی او په ځان او د خپل راتگ په معنا او مفهوم اگاه نهدی.
اوبه په عرفاني فلسفه كې د حيات او د ژوند نښه او بنسټ دی. حضرت بايزيد پير روښان قدس سرهُ په وار ـ وار ويلي دي: «همدارنگه ټول مادي شيان او مخلوقات د خدای لهخوا احاطه شوي دي. «وكان الله بكل شۍ ء محيط» (وهست الله تعالی بر هر چيز احاطه كننده.) بيان دی په قران۔ دا مطلب چې خدای ټول شيان احاطه كړي دي او په ټولو شيانو كې خدای شته؛ بايزيد د ايتونو او احاديثو په مرسته اثبات ته رسوي. ليس شی ء فی الدارين لا فيه ربی «نيست چيزی در دنيا در اخرت مگر در ذات ان شی پروردگار ماست» نبي ويلي دي عليه السلام .
په بل ځای كې وايي: «گوره ! ادميان زما په هستۍ كې دي. زما هستي ده په ادميانو لكه كبونه په اوبو كې او اوبه په كبو كې. لكه كبونه په اوبو ژوندي وي هسی په ما ژوندي وي ادميان په تا دې وي اعلام ۔ (۲۶۹ـ۲)
د روښان په نظرياتو او دلايلو كې خدای محيط دی. ټول كاينات او موجودات په دغه مفهوم كې احاطه او په هغه كې ځای شويدي. هر څيز يو مظهر دی اوبه چې د حيات او ژوند يو رمز او نښه ده، درياب يې ښه مثال كيدای شي، چې د كب او اوبو په مفاهيمو كې موجودات او واجب الوجود تمثيل شي. قطره او د اوبو څاڅكې هم داسې نښه او استعاره گڼل كېدای شي، چې هم د اوبو پر سر او هم د اوبو برخه وي. ماهي بېاوبو ژوند نهشي كولي، ماهي او د ماهي ژوند د اوبو ملزم دی.

اوبه نه يوازې په اسماني كتابونو كې بلكې په اساطيرو كې هم داستانونه لري:
اوبه په اساطيرو کې هغه لومړنی عنصر دی، چې ټول شيان يا ژوند له هغه پيدا شويدي. همدارنگه په لرغونو اساطيرو کې د زهدان او امينداوارۍ (حمل) او همدارنگه د پاکۍ اوزېږېدنې سېمبول هم دی. د هند منځني ختيځ او مصر په لرغونو اسطورو کې بيانېږي، چې په لومړي سر کې د نړۍ له پيدايښته مخکې يو سور کيهانې اقيانوس موجود و. په ريگ ويدا کې وايي: په پيل کې هر څه لکه سمندر او تورتم وو. د برهما په متونونو کې د ځمکي هستوونکی خدای يا کالپا د هر كيهانې دوارن په پيل كې د اوبو له منځه، راپورته كولو، وروسته د ویشنو په وسيله دا نقش بدل شو. ویشنو د لومړي ځل لهپاره د گوپتا په حجارۍ کې په مصور ډول حک شوی چې ښکاري د اوبو پر مخ اوږود غځېدلې او ويده دی. د هغه تخت د يو زر سر لرونكي مار چې انانتا نومېږي؛ د دې مار د نامه په غوټۍ نيلوفرې گل را ټوکېدلي، چې ويشنو د دغه گل له پاسه ناست دی. په هندويي کورنيو کې د اوبو ډکه کوزه د خدای د حضور سېمبول دی او د ورځنیو عبادتونو لهپاره ساتل کېږي. اوبه او نيلوفرې گل بودايي سېمبول دی، چې له هندويي کيت نهاخيستل شویدی. (۳-۱۵۹)
په پښتنو سيمو کې چې کله څوک مسافرېږي او يا له کوره ووځي؛ نو اوبه ورپسې شيندي او يا کله چې يو څاروی اخلي؛ نو په لومړي راتگ سره يې پر مخ اوبه شيندي.
وايي، چې اسماني گنبده چې د پاسنۍ نړۍ يا کايناتو اوبه له لاندې اوبو نه جلا کوي؛ له يوې خوا هندويي او له بله پلوه کاينات پېژندونکي جنبه لري. په يو لرغوني بابلي شعر کې چې د خلقت په اړه دی او انومااليش نومېږي؛ تاريخ يې له ميلاده مخکې دويمې زريزې ته رسېږي. په هغه کې وايي: «څرنگه چې ټوله ځمکه سمندر و؛ تر هغه چې هستوونکی يانې مردوک يا بیل ( Bel) اسمان جوړ کړ او له هغه وروسته بشپړ خلقت را منځته شو، چې اووه ورځې وخت يې ونيولو او د بشريت په خلقت پاي ته ورسېد.
داسې برېښي، چې د تورات د تکوين سفر منبع هم دا ده. په عيسوي هنر کې د خلقت ورځې د هغو مناظرو د يو پړاو لومړۍ برخه ده، چې د منځنيو پېړيو په کليساوو کې منظرې يو شان وي او په لنډه توگه د عيسوي جهان شرح کوي.
اوبه په مصري اساطيرو کې هم د خلقت پورې اړه لري. په لومړي سر کې د اوبو له منځه يوه غونډۍ را پورته شوه، چې اتوم د هليو پوليس د ښار هستوونکی خدای يې پر خپل مخ لرلو.
دا غونډۍ د ځمکې مرکز و او ښار د هغه پر سر جوړ شوی و. يوه بله نيلوفري غنچه يې جلا کېدنه وه. د اوبو له پاسه دا غنچه روانه وه، چې هوروس د لمر خدای په رول کې څرگند کړي. د هغه رڼا د ځمکي پر مخ پراخه شوه، دا هم د هندويي خلقت د اسطورې په څېر ډېر وروسته ليدتوگه وه. اوبه د نيل درياب د غاړې اوسېدونکیو ته د حاصلخېزۍ اود ښځينه هستوونې سېمبول و.
اوبه له هغو څلورو عنصرو له جملې دي، چې (په چين کې دا پنځه عنصره يانې ابي ډوله واښه هم دي) د هر څه د تغذيې سېمبول او نښه ده. دا څلور عنصره له اوبو، خاورې، باد او اور څخه عبارت دي.
ميرزا د دې عقيدې د لا پخوالي لهپاره د حضرت نوح د داستان يادونه هم كوي، چې وروسته به يې تفصيل راشي؛ خو د روښاني دورې يو بل پياوړی مريد ارزاني خويشكي هم د دې داستان یادونه كوي وايي:
نن د نوح په كښتۍ كښيوزه ته به بچ شې له طوفانه
د حيات اوبه نن وڅښه د دې خضر له حيوانه
رښتينۍ لاره دې غواړه له مهدې اخر زمانه
د ارزاني خويشکې په شعر كې هم د نوح د كښتۍ د داستان يادونه شوېده او د ميرزا خان په شعر يا مناظره او تمثيل كې يې هم يادونه شوېده. بايد ووايو، چې د ارزاني په شعر كې د خضر حيوان معنا حضرت خضر پيغمبر نه، بلكې د مجرد روح معنا يا نفس معنا لري.
د نوح داستان د ميرزا خان انصاري پهدې تمثيليمناظره کې يوه بله مهمه اسطوره ده، چې وايي:
ته د نوح پسر په زړه کړه
پسو بېل شوله اصحابه
دلته د نوح (ع) داستان ته اشاره ده. دا داستان په تورات کې په تفصيل سره راغلی دی؛ خو په قران پاک کې يې څو ـ څو ځايه يادونه شوېده. د تورات داستان له قرانکریم سره يو څه توپير لري. البته د ميرزا اتکا او استناد معلوم دی، چې په قرانکریم بنا دی. په قرانکریم کې راغلي دي:
او نوح ته مې وحی وکړه چې زما په امر اوزما په حضور کې د بېړۍ جوړول پيل کړه ۔ هغه په بېړۍ جوړولو پيل وکړ او کله چې لهدې کاره خلاص شو خطاب مې ورته وکړ چې له هرې جوړې دوه تنه نر او ښځه راواخله او د ټولو ښځو او بچيانو او هغو کسانو چې په تا يي ايمان راوړی دی له هغو سره بېړۍ ته ولاړ شه ۔ نو د ژغورنې ساحل ته به ورسېږې۔ (هود ۳۸-۴۰) او نوح ته مې وويل چې د کورنۍ ټول غړي پرته له هغه زويه چې د هغه له منځه وړلو او هلاکت پرېکړه شوې ده، په بېړۍ کې کښينوه، چې کله کېناستې زما تسبيح ووايه ۔(مومنون ۲۷ -۲۸)
او کله چې زما د قهر وخت راغی د اور په تناره اوبه جوش او وخوټېدلې۔ او بېړۍ د سمندر په څپو لکه غر په حرکت راغله، هغه وخت ځمکې ته خطاب وشو، چې اوبه دننه کړه او اسمان ته وويل شول، چې باران ودروه اوبه يو دم وچې شوې او بېړۍ د جودې د غره پر سر ودرېدله. نوح ته خطاب وشو، چی اوس له بېړۍ راووځه چې زما سلام، برکات اورحمت دی پر تاوي. او په هغه امت اوقبايلو وي، چې له تاسره ملگري وو.
نوح د ټولو خلکو او حيواناتو سره چې د هغه په بېړۍ کې وو؛ ساحل ته سلامت ورسول او نور خلک يې په درياب کې ډوب کړل ۔ (شعرا ۱۱۹) همدارنگه وايي، چې د نوح دا حکايت غيبي اخبار دی، چې مخکې لهدې چې چا ته وحې وکړم او ستا قوم دې له هغه خبر نه وو. (۴-۶۱)

خو په تورات کې چې په مشرح ډول او په تفصيل سره دا داستان راغلی دی؛ وايي، کله چې د حوا او ادم زوزاد زيات شول، ښکلې ـ ښکلې پېغلې راپورته شوې او د هغو لهپاره ژڼې له اسمانه راغلل، له هغو سره يو ځای شول او کله چې د هغو اولادونه وشول؛ نو هغه ډېر ښکلي او د معمولو انسانانو نه باقدرته وو. هغو ديهوه له امر نه سرغړونه کوله. ديهوه په نظر، دا کار بېامري او فساد و شرارت وگڼل شو؛ نو يهوه د هغوی له خلقت نه پښيمانه شو او پرېکړه يې وکړه، چې هغوی ټول د نورو موجوداتو سره يوځای چې هست شوی و، يانې حيوانات او الوتونکي د يو توپان په وسيله غرق او له منځه يوسي.
خو په قرانکریم کې نور څو ځايه دا موضوع تکرارېږي. د تورات روايت دا دی، چې په بېړۍ کې ناست کسان ټول اته تنه دي، چې د نوح مېرمن او دوه زامن او لوط د خپلو ښځو سره دی؛ خو په قراني روايت کې خدای (ج) نوح ته امر کوي، چې خپله مېرمنه او د لوط ښځه چې مېړونو ته يې خيانت کړی؛ په بېړۍ کې پرېنهږدي او هم د نوح يو زوی، چې ويلي وو، چې زه جگ غره ته خيژم چې اوبه ورته نه رسېږي او په بېړۍ کې د ناستې اړتيا نه ويني؛ نو پهدې بېړۍ کې يې مهپريږده، چې همدغه زوی يې د نورو سره په اوبو کې غرق شو. (۴-۵۹)
ميرزا خان انصاري له دغه داستانه يو عرفاني استنباط کوي او هغه د معرفت مساله ده، چې کله د نوح (ع) زوی غرور پيدا کوي او د خدای (ج) له امره چې هغو ته ويل شوي وو، چې په بېړۍ کې کېني. هغه غوره بلله چې دغونډۍ يا غره سر ته ولاړ شي دا ځکه چې هغه دا بصيرت نه درلود نو غرق اونابود شو ۔ له بلې خوا دنوح زوی داوبو له پاسه په بيړۍ كې كښيناستلو نه انكار كوي. دلته د اوبو راز او نښه خپل د روندوالي او اولويت پيدا كوي، چې د نوح (ع) زوی ترې انكار كړی دی.
پهدې ډول وينو چې د ميرزا يو لړ زيات داسې شعرونه او قصیدې شته، چې هم د رمزيه تمثيلي داستانونو په ډول عرفاني او تصوفي مطالب بيانوي.
د رمزونو، استعارو او سېمبولونو په بدنه كې د داستانو اوحكایتونو وړاندې كول تر زياته حده د سهروردي لكه عقل سرخ او نور اثار دي. ابن سينا هم دا ډول اثار هست كړي دي. عطار نيشاپورې هم زيات اثار لري، لكه منطق الطير او نور. د ميرزا دېوان د دغه ياد شوي فرهنگ سره سيالي كوي. عين القضات همداني مشهور صوفي او عارف چې د منصور حلاج ته په ورته سرنوشت اخته شو؛ پياوړی شاعر او د فکر خاوند و، او د تمهيدات په نوم اثر لري. هغه د رمزي شعرونو په باب کې ليکي:
«جوانمردا!اين شعر را چون اينه دان! آخر دانې که آينه را صورتی نيست درخود؛ اما هر که دراونگه کند صورت خود تواند ديدن که نقد روزگار او بود وکمال کار اوست۔ واگر گويي شعر را معنی ان است که قايلش خواست وديگران معنی ديگر وضع می کنند از خود، اين همينجا استکه کسی گويد: صورت آينه صورت روی صيقل است که اول آنصورت نمود.»
يادښتونه:
۱۔ تقي پور نامداريان ۔ رمز و داستانهای رمزی در ادب فارسی ۔ (تحليلي از داستانهای عرفانی فلسفی ابن سينا وسهروردی ۔ چاپ سوم ۔۱۳۶۸ ۔ چاپخانه شرکت انتشارات علمي وفرهنگي
۲ـ بايزيد انصاري، خيرالبيان، پښتو اكيديمي، د پېښور يونيورسټي ۱۹۶۷
۳۔ جيمز هال (ترجمه رقيه بهزادي) ۔ فرهنگ نگاره ای نمادها در هنر شرق و غرب ۔ فرهنگ معاصر سال ۱۳۸۳ تهران ۔ ص ۱۹۵
۴۔ ش ۔ شفا ۔ معمای اديان چاپ ۲۰۱۲ ۔ چاپ ځای مالوم نهدی





