
د صلاحاتو خپلواکې ادارې د کمېسیون رییس نادر نادري په خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې افغان فلم جوړوونکې صحرا کریمي د افغان فلم رییسه شوه.
ښاغلي نادري ویلي چې اغلې کریمي د روڼ بهیر له لارې پهدې پوسټ ګومارل شوېده.
د افغان فلم په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې یوه ښځه د دې بنسټ رییسه کېږي.
افغان فلم د افغانستان دولستي سینما اصلي بنسټ دی چې په ۱۳۴۷ کال کې جوړ شوی او د افغان سینما د ملاتړ په برخه کې کار کوي.
صحرا کریمي هغه افغانه ده چې په کډوالۍ کې په ایران کې زېږېدلې او د سلواکيا د فلم او ټلوېزیون له پوهنتونه یې د « Director» یا لارښود په برخه کې دوکتورا اخېستې ده.
د اغلې کریمي په لارښودۍ ۴ فلمونو نړۍوالې جایزې اخېستې دي.





