د مینانو ورځ؛ یوه ‌‌ګېډۍ ګل او مسکا هېره نه کړی!

د نوي ښار ګل‌فروشي کوڅه، انځور له فیسوک اخستل شوی

د فېبرورۍ ۱۴مه د مینانو ورځ یاValentine  هغه، چې د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې نمانځل کېږي په دې ورځ مینان خپله مینه څرګنده وي او خپلې معشوقې ته د ګلو ګیډۍ، جامې او یا هم له مینې ډک په یو پیغام د دې ورځې مبارکي ورکوي.

په نړۍ کې ډېرې نورې ورځې هم لکه د مور، مېرمنې او داسې نور مناسبتونه هم نماځل کېږي؛ ترشا یې یوه فلسفه هرومرو پرته وي.

دا چې له کله او ولې دا ورځ نمانځل کېږي؛ کیسه یې سلګونه زره کاله پخوا چې د روم امپراتور پرېکړه وکړه او حکم یې صادر کړ، چې جګړې ته د تللو په خاطر دې هېڅ ځوان واده نه کوي.
خو د کلیسا یو کشېش سنټ والنټاين "Saint Valentine" دغه پرېکړه غیرعادلانه وګڼله او په پټه یې د نجونو او سرتېرو ترمنځ نکاح تړله.
کله چې د وخت بادشاه له دې موضوع خبریږي، والنټاين زنداني کوي.
ویل کېږي والنټاين د زندان په یوې ساتونکې مینیږي او په کومه ورځ چې اعدامیږي خپلې معشوقې ته د خدای په اماني په توګه یو لیک استوي او د لیک په پای کې ورته لیکي: ستا والنټاين.
له هغې راهیسې دا ورځ د نړۍ په اکثرو ځایونو کې د مینانو په ورځ یادیږي او نماځل کېږي، خو په افغانستان کې هم اوس یو نیم مین د دې ورځې د نمانځنې جرات پیدا کړی دی.

زبیر او صنم

د همدې ورځې د نماځنې او خپل مین او مینې ته د مبارکې ورکولو په خاطر د صنم او زبیر کیسه داسې شروع شوې.

د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان پارک په هوټل کې ناست مینان احمدزبیر او صنم وايي، دوی د مینې کیسه د یو خوصي شرکت له کاري چاپېریاله راپیل شوې.

زبیر وايي، صنم یې همکاره وه او په هرځل کتو به یې په زړه کې یو ځانکړې محبت ورته پیدا کېدلو.

د ده په خبره، کله به له فرصته په استفادي یوازې کېناستل او کیسې به یې کولې، چې بلاخره یې له یوبل سره کوژده وکړه.

صنم وايي، له کوژدې مخکې یې هم خپل مین ته د دې ورځې مبارکي ورکړې او له کوژدې وروسته دا یې دویم ځل دی، چې خپل مین سره دې پارک هوټل ته راغلې او دغه ورځ نماځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام