موږ چې د فلم او سینما نوم اخلو ، سمدستي مو په ذهن کې د هالیووډ، بالیووډ او نورو سینماګانو انځورونه رامخې ته شي او فکر کوو فلمونه یوازې هغه دي چې تر دوو ساعتونو وخت لري، اتل وي، اتله وي، منفي لوبغاړی (بدماش) جنګ جګړه وي، سندرې او نڅاګانې وي. … .
خو کله کله په همدې سینما کې ځينې داسې وړې هنرې ټوتې پيدا شي چې په لیدو انسان یوه بله نالیدلې نړۍ محسوسه کړي.
همداسې یوه هنره ټوټه د پلار او لور په نوم فلم هم دی، جالبه دا ده چې د دغه فلم ژبه نه ده مشخصه شوې، ځکه چې ډيالوګونه نه لري، ددې فلم کرکټرونه نومونه نه لري، ځکه چې په فلم کې اصلاً انسانانو کار نه دی کړي، یوازې رسم دی او په همدې رسم کې بې له خبرو داسې کیسه وړاندې شوې ده چې د وروستۍ صحنې په لیدو یې انسان شاید په ورته اوښکې تویې کړي.
د پلار او لور په نوم فلم د سمندر له غاړې پیل کیږي، چې پلار له خپلې رخصت اخلي، په کښتۍ کې سپریږي او د سمندر خواته راونیږي.
نجلۍ ورته په تمه وي، شپه نجلۍ کور ته لاړه شي، سبا بیا راشي په هماغه ځای کې ودریږي، پلار یې نه وي، همداسې ورځې تیریږي، فصلونه اوړي، موسمونه بدلیږي، او دې سره د نجلۍ د عمر پړاوونه هم بدلیږي، نجلۍ پيغله شي راشي، په ساحل ودریږي پلار یې نه وي، بیا لاړه شي، واده شي راشي په ساحل ودریږي پلار یې نه وي بیرته لاړه شي، میرمن شي خپل ماشومان راولي، په هماغه ځای کې یې کینوي، چې پلار یې ترې حرکت پيل کړی و، پلار یې رانه شي خو د جینۍ په زړه کې یې د پلار د راتګ تمه او مینه نه ختمیږي.
کلونه نور تیر شي، نجلۍ اوس هغه نجلۍ نه وي، د خزان بادونو ترې د ژوند رنګینې اخیستې وي، په ماتو قدمونو د ساحل غاړې ته راشي، د تل په څير بایسکل غاړې ته ودروي، سیند وچ شوی وي، نجلۍ ورښکته شي، په شګو کې مات قدمونه اخلي، لاړه شي په یو ځای کې کښتۍ وګوري چې نیمه په شګو کې ډوبه ده.
د اوس وخت زړه ښځه او د پرون وړه ماشوم کښتۍ ته ورشي، په مینه ورغاړې وځي، وریځ وښودل شي او زړه ښځه له ځایه پاڅيږي مڼډه کړي، په هر قدم کې ځوانیږي، ماشومه شي، پلار یې ولاړ وي، ور غاړې وځي او فلم پای ته ورسیږي.
دغه فلم تر شلو ډیرې جایزې اخیستي او یوې ته نوماند شوی دی، د فلم ګرافیک هم په داسې ډول جوړ شوی دی چې انسان یې په لیدو رنګونه نه احساسوي، خو تر ټولو جالبه دا ده چې کله انسان فلم ګوري نو نه پوهیږم ولې ورته د اوسنۍ شته ټکنالوجۍ شته اسانتیاوې محسوسیږي.
داسې لکه د اوسني وخت په کامرو ریکارډ شوی فلم ګوري، داسې لکه هیرو، هیروین، سندرې، موسیقي هر څه چې پکې وي.
یوازې طبیعت دی، یوازې نرمه موسیقي ده، یوازې د طوفان غږونه دي، خو دا ټول هر څه انسان ته ډير رنګین تصویر ورکوي او په مجبویږي چې دې فلم سره تر وروستۍ شېبې پاتې شي.
په فلم کې د زړې (نجلۍ) له ویده کید وروسته دا بیرته ځوانیږی، ژوند بیرته تکراریږي او ماشومه د پلار غیږ ته ورځي، خو داسې ولې یو خوب په منځ کې ولې ولیدل شي؟
د فلم دغه ټکی یوازې همدا خوب نه دی، د فلم دا ټکی په زړه کې د یوې سترې هیلې د پوره کیدو لپاره یوه لاره ده.
بله خبره دا ده چې ولې لور کرکټر ټاکل شوی دی، که زمونږ ټولنې ته وګورو او ساینسي شواهد ولیدل شي نو دا جوتیږي چې په ښځینه و کې تر نارینه و عاطفه زیاته وي.
زموږ د ټولنې حال خو دا دی چې زامن د پلار اصلي سرمایه ګڼل کیږي، خو بیا هم له پلار سره د زامنو مینه د لوڼو په پرتله کمه وي، دا ولې وي؟
داسې خو به نه وي چې زامن د پلار سوچه مینه د ځينو امتیازاتو د خپل ژوند د جوړولو قرباني کوي؟
په فلم کې پر نجلۍ ټول عمر تیریږي، خو د تللي پلار مینه یې هیڅکله له منځه نه ځي، یعنې هغه سوچه مینه چې لور د پلار سره لري د ژوند ډير پړاونه یې ترې نه شي اخیستی.
بله خبره دا ده چې کله کله زمونږ ځينې غوښتنې د تل لپاره رد شي او دې سره په انسان کې شته هیلې هم مړاوې او بیا پسې خاورې شي، خو په پلار او لور فلم کې د هیلو د ساتلو قوی درس ورکول شوی دی، جلۍ په دې پوهیږي چې ددې عمر ډير شوی دی، نو پلار به یې بیرته څنګه ژوندی راستون شي ددې امکان به وي؟
خو بیا هم هڅه کوي بیا هم ځي، د سمندر په غاړه ودریږي او بلاخره تر دې چې له خپل پلار سره یوه معنوي اړیکه پيدا کوي.
دا چې له مرګه وروسته ژوند شته دی؛ نو په فلم کې ممکن یو درس دا هم وي، چې نړۍ یوازې دا نه ده چې موږ یې ګورو، هغه څه چې موږ کوو یو بله نړ ۍ شته، چې هلته به د همدې کړنو پر بنسټ چلند کیږي، حتی که د ارمان مات کودي هم ولرو، په بله نړۍ کې، له خوبه وروسته نړۍ کې به ترې بیرته وجود ساز شي او په داسې اندازه به ترلاسه شي چې په کوم انداز مو له لاسه ورکړي وو.
د فلم نوم: پلار او لور Father and Daughter
لارښوود: میکایل ډوډوک دی ویټ
پروډيوسر: کلاري جیننګ
ویلیام ټيشین
لیکوال : میکایل ډوډوک دی ویټ
موسیقي: نورماند روګر
ډينس ، ایل چتراند
د تولید کال : 2000
موده : اته دقیقې او دیرش ثانیې
هیوادونه:
امریکا
بلجیم
نیدرلینډ
ژبه: ډيالوګونه نه لري ( د کایناتو ژبه)





