د نجیب الله مسافر د کورنۍ انتظار پای ته ورسېد

ولسمشر محمد اشرف غني افغان فوټو ژورنالیست نجیب الله مسافر و باخښه.

نجیب الله مسافر په شپږ میاشتې بند د محکمې له لوري له دې امله  محکوم شوی و، چې په غازي لوبغالي کې یې د نجونو د باسکټبال د ټيم عکاسي کړې وه او د ده له لوري له اخیستل شویو عکسونو څخه د یوې مخابراتي خصوصي کمپنۍ په اعلان کې کار اخیستل شوی و.

په انځور کې ښکاري، چې نجونې د باسکټبال لوبې نښان له ځانه سره ليږدوي، خو کله چې مسافر دغه عکس په یو بل خصوصي پروډکشن خرڅ کړی او پروډکشن بیا مخابراتي کمپنۍ ته ورکړی و، له هغه وروسته په دغه عکس کې د کمپنۍ له لوري تغيرات راوستل شوي و.

هغه تغيرات داسې و، چې خصوصي مخابراتي شرکت د دوو نجونو په لاس کې د باسکېټبال د نښان پرځای خپل د شرکت نښان ځای پرځای کړي و.

له دې وړاندې د نوموړي په نه موجودیت کې محکمې له لوري پرېکړه وشوه، چې باید نجیب الله مسافر په همدغه جرم شپږ مياشتې بند تېر کړي.

مسافر درې اوونۍ وړاندې ونيول شو او د پلچرخي زندان ته واستول شو.

د دغه افغان انځور اخيستونکي په بنديتوب د رسنیو ملاتړو ټولنو او نورو مدني غړو اندېښنه ښکاره کړه.

د نجیب الله مسافر د خلاصون فرمان نن چهار شنبه (کب په ۲۰مه ) د افغان ولسمشر له لوري لاسلیک شو.

د مسافر د بخښنې په اړه د ولسمشر غني په حکم کې ویل شوي، چې د نوموړي د قید پاتې موده بخښل شوې ده.

د ولسمشر دویم مرستیال مطبوعاتي چارو سلا کار فرید خروش سلام وطندرا سره په خبرو کې وویل، چې د مسافر د خلاصون فرمان د جمهور رییس له خوا لاسلیک شوی او د  د خلاصون مکتوب يې د کورنیو چارو وزارت، محکمې او د زندانونو ریاست ته لیږدول شوی دی.

خروش زیاته کړه، که د پنج شنبې ورځ رخصتي نه وای، نو مسافر به په همغه ورځ د څرخي پله له زندان ازاد شوي وای.

نوموړي ويلي، مسافر بې ګناه و او د محکمې د یو حیرانونکي حکم په اساس بندي شوی و.

رضا ساحل د (چشم سوم) مسؤل مدیر په داسې حال کې، چې د مسافر د خلاصون حکم یې په لاس کې و سلام وطندار ته وویل، چې مسافر به ژر خوشي شي.

پر مسافر د انځور اخیستو ۷ کاله وروسته په انځور کې د شته نجونو او کورنۍ له لوري شکایت کیږي او دغه قضه عدلي او قضایی محاکمو ته ځي او محاکم هم د مسافر په غیاب نوموړی په شپږو میاشتو بند محکوموي.

نجیب الله مسافر څو اوونۍ کيږي، چې د څرخي پله په بند کې شپې او ورځې تېروي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام