وروسته له هغې چې د "اصلاح" دولتي ورځپاڼې د خپرونو د بندېدو اوازې زیاتې شوې؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغې ۹۵ کلنې ورځپاڼې د بندېدو لامل د بودیجې نه شتوالی وبللو.
اصلاح ورځپاڼه د لومړي ځل له پاره په ۱۳۰۰ ل کال کې د دلوی پر ۲۹مه نېټه د غازي امان الله خان په وخت کې د مولوی محمد بشیر کابلي تر نظر لاندې په بدخشان ولایت کې خپلې چارې پیل کړې او په لومړیو کې په اونۍ کې یو ځل یوه پاڼه خپرېدله.
خو نن اصلاح ورځپاڼه د رسنیو د فعالیتونو په استثنايي پېر کې د تل له پاره مړه کېږي.
د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس مجیب خلوتګر له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې اصلاح ورځپاڼه د مشروطیت غورځنګ د دور ورځپاڼه ده او حکومت د دې حق نه لري، چې دومره لرغونې ورځپاڼه په اسانۍ وتړي.
خلوتګر د حکومت نه پاملرنه او د رسنیو په مخ کې د خنډونو پیدا کول، د بیان ازادۍ په برخه کې جفا بولي.
.jpg)
خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ورځپاڼو رییس شمس الحق اریانفر بیا په دې اړه د وزارت د بودیجې د کمښت خبره کوي، وايي، چې ورځپاڼې ته د بودیجې ورکولو توان نه لري. اریانفر زیاتوي، چې د اصلاح ورځپاڼې د تړلو له پاره پرېکړه شوې، خو دا لا معلومه نه ده، چې څه وخت به عملي شي.
دی وايي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رهبرۍ استدلال دا و، چې په اصلاح ورځپاڼې پانګونه کول هسې بې ځایه لګښت دی او باید د اصلاح ورځپاڼې بودیجه د وزارت له پاره سردرد نه شي.
په ورته وخت کې د دغه وزارت ویاند هارون حکیمي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د اصلاح ورځپاڼې په اړه خپرې شوې اوازې حقیقت نه لري او د اطلاعاتو او کلتور وزارت تل هڅه کړې، چې د ورځپاڼو لمن پراخه کړي او په هر ډول شرایطو کې د دولتي ورځپانې وچلوي.
له دې ټولو سره – سره دا معلومه نه ده، چې د اصلاح ورځپاڼې برخلیک به څه ډول شي. ایا د حکومت مشران او کلتوري سیاستوال به د دې ورځپاڼې د پایښت او که د رد له پاره کار وکړي.





