
د کندوز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي د دغه ولایت د لروغونو تاریخي سیمو د غصب او زوال په اړه جدي اندېښنې لري.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست فرهنګي چارو امر نعمت الله صاپی وايي، چې د دغه ولایت د ۱۹ تاریخي اثارو له ډلې ۱۳ هغه یې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.
د صاپي پر وینا، اوسمهال د کندوز ولایت ځینې لرغونې سیمې لکه بالاحصار، د مهرنګار غونډۍ، د ژوبین غونډۍ او د مرچ غونډۍ په تاریخي سیمو نظامي مرکزونه جوړ شوي دي.
نعمت الله ساپي وویل، د چهل دختران غونډۍ او کله منار غونډۍ د کندوز ولایت له لرغونو تاریخي سیمو دي، چې خورا په خراب وضعیت کې دي او زیاته یې کړه، د دغو تاریخو سیمو زیاته برخه د زورواکو له خوا غصب شوي دي.
د کندوز ولایت ځینې مدني فعالان د لرغونو سیمو او اثارو په ساتنه کې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین په بې غورۍ تورنوي.

دې ولایت یو مدني فعال عنایت الله خلیق وایي، که د دغه ولایت د لرغونو اثارو او سیمو د غصب او ویجاړتیا مخه ونه نیول شي، د کندوز تاریخي هویت به له منځه ولاړ شي.
د کندوز د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې د تاریخي سیمو د ساتنې په موخه د یوې ځانګړې قطعې نه شتون او په ځینو لرغونو اثارو او سیمو د طالبانو کنترول د دې سبب شوي، چې دغه اثار غصب او ویجاړ شي.
دغه راز د کندوز امنیه قوماندان جنرال قسیم جنګل باغ وايي، چې د لرغونو اثارو او سیمو ساتنه په"۰۱۲" قطعې پورې تړاو لري او تر اوسه په دې ولایت کې دغه قطعه تشکیل نه لري.
له دې مخکې د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو په هغه ولایت د ۶ مهمو لرغونو اثارو د ویجاړتیا خبرداری ورکړی و.





