
د اوسکار جایزې د مراسمو ۹۱یمه غونډه نن له غرمې وروسته په لاس انجلس کې پای ته ورسېده چې د ۲۰۱۹ کال د اوسکار جایزې ګټونکي په کې مشخص شول.
شین کتاب یا «Green Book» کې پيتر فارلي کار کړی چې سږکال یې د اوسکار جایزه خپله کړه.
تور پړانګ یا « Black Panther»، مرستیال « Vice»، لکککلنزمن (BlacKkKlansman)، زېږدلی ستوری « A Star is Born»،Bohemian Rhapsody روما ، سوګلی او At Eternity's Gate هغه نور فلمونه وو چې د اوسکار نړۍوالې جایزې ته نومول شوي وو.
شین کتاب فلم په پنځو برخو، د غوره فلم، د غوره اصلي فلمنامې، غوره نرینه لوبغاړي رول، د غوره دویم نرینه لوبغاړي رول او د غوره نوماند د تدوین لهپاره د اوسکار جایزې تر لاسه کړې.
د اوسکار سږنۍ جایزې وړاندوینه دومره جالبه شوې وه چې د «شین کتاب»، «روما» او «مرستیال» فلم په ګټلو کې د فلمي کمپنیو شنونکي خپلو کې یوه خوله نه وو.
ښځینه ګټونکې «اولیوا کولمن» په سوګلي فلم کې د بهترین کار له امله د اوسکار غوره جایزه واخېسته.

رامي مالک په راپسودي بوهمي فلم کې د ښه رول په ترسره کولو سره د غوره نرینه اوسکار جایزه واخېسته.
دان شرلي په شین کتاب کې د غوره نرینه لوبغاړي اوسکار جایزه واخېسته.
د اوسکار جایزې مراسم د امریکايي سندرغاړي آدام لمبرت په سندرې ویلو سره پیل شول او لومړۍ جایزه هم د بشپړې بهترینې لوبغاړې ته د جایزې په ورکولو سره پیل شول.

تېر کال د اوسکار جایزه «اوبو څېره» فلم ګټلې وه.
ورته مطالب:





