له ولسمشرۍ ماڼۍ رسنیو ته په ورلېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد اشرف غني د متحده عربي اماراتو د دولت رییس شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان په رسمي بلنه نن د پلاوي په مشرۍ " له ګواښ سره د مخو فرهنګي میراثونو ملاتړ" په کنفرانس کې د ګډون په خاطر ابوظبۍ ته روان شو.
په دغه کنفرانس کې به ولسمشر غني د نړۍ د ۴۰ هېوادونو له ولسمشرانو سره یو ځای کلتوري میراثونو ته د متوجه ګواښونو په اړه خبرې وکړي.
دغه کنفرانس د یونیسکو په همکارۍ د فرانسې او عربي امارتو په کوربتوب ابوظبۍ ښار کې جوړیږي، چې د فرانسې ریيس جمهور فرانسوا اولاند تر څنګ د يو شمېر هېوادونو مشران او د نړيوال سازمانونو استازي ګډون وکړي.

فرانسې د کلتوري میراثونو د خوندیتوب له پاره ۳۰ میلیوڼه ډالر هم ځانکړي دي.
ولسمشر به په دې کنفرانس کې له وینا کولو سربېره د متحدوعربي اماراتو د خپلواکۍ د ملي ورځې ۴۵ کلیزې په جشن کې هم ګډون وکړي.
له ولسمشر سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني، د چارو ادارې رییس عبدالسلام رحیمي، د جمهوري ریاست سلاکار اجمل غني او د ارګ ویاند محمد هارون چخانسوري ملتیا کوي.





