
د بادغېس د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست عبدالاول سلاموطندار ته ویلي چې په دغه ولایت کې له ۵۰ ډېر تاریخي اثار او ځایونه موجود دي چې اوس یې له نیمايي زیات له منځه تللي دي.
د نوموړي په وینا، یاد تاریخي اثار او ځایونه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې دي چې د دولت وسلهوالو مخالفانو، نامسووله وسلهوالو او د سیمې اوسېدونکیو له لوري ویجاړ شوي دي.
نوموړی زیاتوي، یادو سیمو ته لاسرسي نهلري او همدا لامل دی چې د ویجاړېدو مخه یې نیولی نهشي.
د بادغېس د اطلاعاتو او کلتور سرپرست په وینا، دغه تاریخي اثار او ځایونه د بالامرغاب ولسوالي په نریمانکلا او موریچاقکلا کې او دغه راز د قادس ولسوالي په ملکانتر کلا، د جوند ولسوالي په پیوار کلا او د بادغېس په مرکز کې لسګونه تاریخي اثار او ځایونه شته چې ډېری د ناامنیو له کبله له منځه تللي دي.
هغه زیاتوي، پهدې وروستیو کلونو کې د نامسوولو وسلهوالو له لوري ځينې تاریخي اثار هم لوټ شوي او له هېواده بهر لېږدول شوي دي.
نوموړی وايي، که څه هم څو ځله یې له حکومت غوښتي چې یاد تاریخي اثار او ځایونه وساتي او ورغوي، خو په وینا یې تراوسه یې په اړه ګام اخیستل شوی نهدی.
په همدې حال کې د بادغېس یوشمېر فرهنګپالان د تاریخي ځایونو او اثارو له منځه تلو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، که څه هم تاریخي ځایونه د یوې ټولنې هویت څرګندوي، خو حکومت تراوسه ورته پام کړی نهدی.

فرهنګپال خلیلالرحمان فایز او د بادغېس اوسېدونکيو عبدالله او عبداللطیف وايي، تاریخي ځایونه د افغانانو فرهنګي میراثونه دي چې له تېرو وختونو ورته په میراث پاتې دي، خو له بده مرغه نه خلک او نه هم حکومت یې ساتلو ته پام کوي. حکومت ته پهکار ده چې پهدې اړه کوټلي ګامونه واخلي.
په همدې حال کې د بادغېس د والي ویاند جمشید شهابي وايي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نه یې غوښتي چې راتلونکيو کلونو کې د دغه ولایت تاریخي ځایونو رغولو لهپاره بودیجه ځانګړې او د بادغېس تاریخي اثار او ځایونه خوندي کړي.





