د هېواد په سوېل کندهار کې د نوي کال د پېلېدو څخه وروسته هر کال د انارګل دودیزه مشاعره جوړیږي.
دا مشاعر ه د انارګل له غوړېدلو سره سم په دې ولایت کې ترسره کيږي او د انارو پر سرو ګلونو او سرو بڼونو د نازک خیالو او خوږ ژبو شاعرانو او قلموالو په رنګینو لیکونو، شعرونو او مقالو سره لا زیاته معنوي ښکلا ورکوي.
په یاده مشاعر کې له پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو نه له ۵۰۰ زیات شاعران، لیکوالان، پوهنتون استادان، دولتي چارواکو، د شعر او ادب مینه والو ګډون کړی و.
انارګل مشاعري په پېل کې د کندهار د اطلاعاتو کلتور رییس دواخان مینه پال له خوا د اطلاعاتو کلتور وزیر عبدالباري جهاني را لېږل شوی پېغام ولوستل شو.
جهاني په دې پیغام کې ویلي و، چې دغه ډول مشاعرې د یو والي، همغږۍ، شعري ځواک د پیاوړ تیا له پاره مهمې اړینې دي.
نوموړي دا هم ویلي وې چې د هيواد اصلي کلتور ساتنه د ټولو قلموالو او فرهنګیانو په ملاتړ ممکنه ده.
د کندهار سرپرست والي توریالي ویسا د دودیزې مشاعرې د ترسره کولو څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ویل، چې لر او بر راغلي افغان شاعران، لیکوالان، قلموال او مومثلین د کندهار په سمسوره غېږه کې د انارو تر سرو ګلونو لاندې فطرت او نوی موسم د شعر په ګلورینه او نازکه ژبه نمانځي.
د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون رییس محمد زرین انځور له ټولو شاعرانو وغوښتل، چې په خپلو لیکونو او شعرونو کې هغه مسایل را ونغاړي، چې اوس مهال افغان ټولنه ورته اړتیا لري.
انځور زیاته کړه، چې کندهار د تاریخ په درشل کې د کلتور او سیاست مرکز و.
غفورلېوال، لعل پاچا ازمون او نورو لیکوالانو د انار سور ګل په هېواد کې د تپل شوې جګړې د اخو ډب کې د شهیدانو د سرو وینو سره ورته یاد کړ.
د مشاعرې په پای کې پرتمثیلي پارچو سربېره د هېواد وتلي هنر مند استاد عبدالرحمان رحماني د مشاعرې ګډون وال په خپلو خوږو سندور ونازول.
یاده دې وي، چې د انار ګل په شان دودیزې مشاعرې د سنځل ګل، نارنج ګل، نښتر، کونړ سیند او چنار دودیزې مشاعرې هر کال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره کيږي.





