په وردګو کې د ۲،۷ میليونو ډالرو په ارزښت کتابتون جوړيږي

په پام کې ده، چې د ميدان وردګو ولایت په مېدان ښار کې به په ۵ جريبو ځمکه کې د ۲،۷ میليونو ډالرو په ارزښت يو کتابتون جوړ شي.

دغه کتابتون به د یو کال په موده کې ورغول شي.

دغه کتابتون به په عصري او معلوماتي وسایلو سمبال او ۳۰  زره دیني اسلامي، ادبي، عصري او معلوماتي کتابونه به د مطالعې له پاره ولري.

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس اورنګ مختار د جهاني له قوله وایي، چې په پام ده یو شمېر ولسوالیو ته هم د دغه کتابتون څانګې وغځوي، ترڅو د میدان وردګو ځوانان د مطالعې بشپړ موادو ته لاس رسی پیداکړي.

د میدان وردګو والي حیات الله حیات هم په وردګو ولایت کې د عامه کتابتون جوړول یوه اړتیا وبلله او زیاته یې کړه، چې اوسمهال په دغه ولایت کې لسګونه چاپيزې او غږیزې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله په ټپه درېدلې دي.

مختار له کورنیو او نړیوالو موسسو څخه غوښتنه وکړه، چې  د میدان وردګو ولایت غږیزو او چاپیزو رسنیو سره مرسته وکړي.

دغه نوی کتابتون په داسې حال کې جوړیږي، چې په مرکز میدانښار کې د افغانستان د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت یو شمېر فرهنګي موسسو پر مټ یو ستر کتابتون جوړ شوی و، خو د یو ځانمرګي بريد له امله په بشپړ ډول ویجاړ شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام