
د مشرانو جرګې لومړی نایب محمد عالم ایزدیار وايي، چې افغان دولت باید د یونسکو له خوا د افغانستان بامیان ولایت د نړۍ خلاقو او زړه راښکونکو ولایتونو له نومولو سالمه ګټه واخلي.
ایزدیار په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د افغانستان مرکزي بامیان ولایت د نړۍ د زړه راښکونکو او خلاقو ښارونو شبکې غړی شو.
دا ځانګړتیا بامیانو ته د لاسي صنایعو او سوچه کلتور له برکته د یونسکو له خوا ورکړل شوې ده.
د ویلو ده، چې د نړۍ په ۳۳ هېوادونو کې ۴۷ ښارونه د ملګرو ملتونو د علمي او کلتوري ټولنې یونسکو له خوا د نړۍ خلاقو ښارونه منل شوي دي.
د یونیسکو چارواکي وايي، چې بامیانو ته دا نوم د تېرې جمعې په ورځ ورکړل شو او په ټوله منځنۍ اسیا کې یاد ښار زړه راښکونکی ګڼل شوی دی.
پټه دې پاتې نه وي، چې په بامیان کې ډېرې تاریخي ابدې شته، چې د سیاحت له پاره ګڼ ځایونه هم لري.
همدارنګه د افغانستان دغه تاریخي ولایت په ۲۰۱۵ م ز کال د سوېلي اسیا د سیمه ییزو همکاریو یا سارک سازمان له خوا کلتوري پلازمېنه اعلان شو.

شاوخوا ۱۴ کاله وړاندې باميان د بودا د دوو سترو مجسمو په لرلو سره د نړيوالو سېلانيانو د پام وړ ځاى بلل کېده، خو وسله والو طالبانو په ٢٠٠١ م ز کال کې دغه مجسمې د باردو او لمبو په زور له خاورو سره خاورې کړې.
د مشرانو جرګې لومړي نایب زیاته کړه، چې افغان دولت باید د یونسکو له دغې نومونې څخه د مرکزي ولایت په تاریخي او لرغونو اثارو په جوړولو کې اعظمي ګټه واخلي.
له بل لوري افغانستان بیا په ټول اسیا کې تر ټولو وروسته پاتې هېوادونو په ډله کې یاد شوی.

د ملګرو ملتونو پراختيايي سازمان (یو، این، ډي، پي) د تېرې دوشنبې (ډسمبر۱۴مه) په ورځ د نړۍ وګړیز پراختیا په باب په خپل کلني راپور کې ليکلي، چې افغانستان د نړۍ کمو پرمختګ کوونکو هېوادونو په ډله کې ۱۷۱ م ځای خپل کړی دی.
په دغه راپور کې د صحت، ښوونې او روزنې، کارموندنې، عاید، سياسي او مدني ازاديو برخې د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې څېړل شوي دي.
د یو، این، ډي، پي له لوري په خپور شوي راپور کې دا هم راغلي، چې له افغانستان وروسته ۱۷ نور هېوادونه هم شته.





