.jpg)
د اماماعظم (رح) په نوم نړېوال علمي، فرهنګي او څېړنیز مرکز جوړېدو په اړه نن د پروان ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې غونډه جوړه شوه.
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالواحد هاشمي چې په یادې غونډې کې یې خبرې کولې وویل، یاد مرکز په ۱۰ جریبه ځمکې کې جوړېږي چې د حنفي فقهې او نورو اسلامي موضوعاتو په اړه به څېړنې کوي.
د نوموړي په وینا، دغه مرکز کې به د انټرنټي اسانتیاوو ترڅنګ، برېښنايي کتابونه او کتابتونونه هم موجود وي چې د څېړونکو او پوهانو اړتیاوې به پهکې پوره شي.
په همدې حال کې د غونډې ګډونوالو د اماماعظم (رح) په نوم نړېوال مرکز جوړولو په اړه د حکومت اقدام وستایه او دا یې د دغه ستر عالم پېژندلو برخې کې مهم ګام وباله.
دیني عالم عبدالباري راشد اماماعظم (رح) لومړنی کس یاد کړ چې د اسلام ستر پيغمبر له کورنۍ سره د دوستۍ په جرم شهید شوی دی.
بلخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیاله سیدهمژګان مصطفوي د دغه مرکز جوړېدل د هېواد لهپاره ستر ویاړ یاد کړ او اماماعظم (رح) یې د ټولې اسلامي نړۍ، په ځانګړي ډول افغانستان ویاړ وباله.
.jpg)
پروان کې د اماماعظم (رح) په نوم نړېوال علمي، فرهنګي او څېړنیز مرکز جوړېدل د یاد ولایت د اوسېدونکیو غوښتنه وه چې پروان ته د ولسمشر محمداشرف غني وروستي سفر پرمهال یې وړاندیز وکړ او ولسمشر هم د هغوی دغه وړاندیز ومانه.
د مالوماتو له مخې د حنفي مذهب لارښود اماماعظم (رح) اصلي ټاټوبی د پروان ولایت، چاریکارو ښار د خواجه سیاران کلی دی، خو نوموړی د مهاجرت پرمهال د بغداد په کوفې ښار کې زېږېدلی دی.





