
په بامیان ولایت کې د ګرځندوی لومړنۍ ژمنۍ جشنواره د تصویرونو او لاسي صنایعو په نندارې، د شعر شپې او د سکي نړیوالې لوبې په سیالیو پیل شوه.
د یادې جشنوارې جوړوونکي وايي، هڅه کوي چې هرات، کندهار او ننګرهار ولایتونو ته د ګرځندوی سفرونو له لارې د یادو ولایتونو اوسېدونکي بامیان ته د راتګ لپاره وهڅوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د بامیان ولایت د سیمهییزې ادارې مسوولان وايي، د بامیان ولایت تاریخي اثار او طبیعي منظرې، په هېواد کې د ګرځندوی لپاره یوه اصلي سیمه ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري مرستیاله مژګان مصطفوي وايي، د ګرځندیانو د جلبولو لپاره یوه ښه لار د جشنوارو جوړول دي.
د نوموړې په وینا، په هېواد کې تر جګړو وړاندې ډېرو خلک بامیان ولایت ته د سیل لپاره راتلل، خو جګړې او د طالبانو له لوري د دغه ولایت د فرهنګي اثارو د له منځه وړلو له کبله، په بامیان کې د ګرځندوی صنعت ته زیان اړولی
په همدې حال کې د بامیان ولایت چارواکي دغه ولایت ته په تللو لارو کې ناامني د ګرځندویانو په وړاندې سترې ستونزې بولي.
بدخشان د ګرځندویانو د لومړنۍ جشنوارې کوربه
بامیان: ګرځندویان د تاریخي ځایونو ساتنې ته پام نهکوي
په بامیانو د ګرځندویانو د ورتګ غورځنګ

بامیان د هېواد د مرکزي ولایتونو د هغو ولایتونو له ډلې یو دی چې ډېر فرهنګي او تاریخي اثار او ښکلې سیمې لري او هر کال زرګونه ګرځندویان یاد ولایت ته ورځي.
د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د موندنو له مخې، تېر کال نږدې ۴۰۰ زره ګرځندویان دغه ولایت ته ورغلي، خو سږ کار په لویو لارو کې د ناامنۍ له کبله دا شمېر ۱۶۰ زرو ګرځندویانو ته راټیټ شوی دی.





