خوست کې په سندرغاړیو «په زور» مبتذلې سندرې ویل کېږي

ځېنې ځوان سندرغاړي داسې سندرې وايي چې ځوانان نشه‌یي توکیو او بچه بازۍ ته هڅوي او له همدې لارې زیاتې پیسې تر لاسه کوي.

د خوست د ټولنیزو شبکو کاروونکي په هغو سندرغاړیو باندې کلکې نیوکې کوي چې مبتذلې او غیراخلاقي سندرې وايي. خوست‌مېشتي د خوست اطلاعاتو او کلتور ریاست د دا ډول سندرو په مخنیوي کې په ناغېړۍ تورنوي.

خو سندرغاړي بیا دا کار خپل مجبوریت ګڼي او وايي، دوی په محلي محفلونو کې ګواښل کېږي چې د ګډونوالو په خوښه هر ډول سندرې ووايي.

د خوست دوو هنرمندانو ماسټر چینیوال او سیدالله ګربز سلام وطندار سره په خبرو کې دا ومنله چې سندرې یې د ټولنې په زیان دي؛ خو وايي، د خوښیو په ډېرو محفلونو کې د ټوپک په زور مجبور کړل شوي چې مبتذلې سندرې ووايي؛ ګني پیسې ترې اخلي او پروګرام نه یې وباسي.

دوی همداراز یاتوي چې دولت یې د خوندیتوب پلان نه‌لري او نه یې هم تر اوسه د هنرمندانو مسلکيتوب او د ستونزو د حل په پار کوم ورکشاپ برابر کړی‌دی.

د خوست ولایت د هنرمندانو ټولنې مشر ګل‌رؤف شوقي

که څه هم هغه څوک په دغو خوست‌میشتو سندرغاړیو نېوکې کوي چې دوی د شعرپېژندنې په برخه د خوست او هېواد په کچه منلې څېرې دي؛ خو د دې ولایت د هنرمندانو ټولنې مشر ګل‌رؤف شوقي بیا په‌دې نظر دی چې دوی ښې سندرې وايي؛ خو خلک ترې غلطه مانا اخلي.

د ده په خبره، نږدې د نړۍ د ډېرو ټولنو په شعر او ادب یا په ټوله کې په فرهنګي برخه کې د شرابو او نشې یادونه شته؛ خو د دې اصلي معنا همدا نه وي.

بله‌خوا خوست کې د نشه‌یي توکیو پر ضد مبارزې رییس نجي‌الرحمان همدرد هم مني چې  دوی ته ځېنو ځوانانو د خوست‌مېشتو هنرمندانو په اړه شکایتونه شوي چې ګني په ټولنه کې فساد خوروي.

د ښاغلی همدرد په وینا چې له هنرمندانو باید ازموینه واخېستل او وروسته د سندریو ویلو جواز ورکړل شي.

د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمدامین‌شاه الفت سلام وطندار سره خبرو کې د خلکو نیوکې تاییدوي؛ خو وايي چې هنرمندان هم زیاتې ستونزې لري او اړ دي چې له همدې لارې پیسې وګټي.

د ده په وینا، د هنرمندانو ستونزې به له کابل سره شریکې کړي چې دوی لومړی، مسلکي، ثبت او راجسټر شي او بیا سندرې ووایي.

څه موده مخکې هغو سندرغاړیو ته – چې ټولنې ته په زیان تمامېږي – د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ښو «سندر بولو» په نامه ستاینلیکونه ورکړل او ویې ستایل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام