.jpg)
د هېواد مشهور او وتلي شاعر قهار عاصي ۲۲ تیلن په یاد جوړې شوې غونډه کې د ښې حکومتولۍ او سمون په برخه کې د ولسمشر ځانکړی استازی احمد ضیا مسعود، امرالله صالح او یو شمېر نورو شاعرانو او لیکوالو ګډون کړی و.
ویناوالو قهار عاصي د مقاومت پېر له شاعرانو یاد کړ او ویې ویل، چې د وخت او حالاتو ريښتنی ژباړن و.
په دې یاد غونډه کې تر ډېره سیاسي فضا د حکومت د یو شمېر پخوانیو او اوسنیو اشخاصو له خوا حاکمه وه.
ګډونوالو په غونډه کې د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولې په هوکړه لیک توندې نیوکې وکړې.
د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح وویل، د شاعر قهار عاصي قاتل ګلبدین حکمتیار کابل ښار ته د راتللو مخ نه لري او که راشي، نو هېوادوالو سره د مخامخ کېدو مخ په کې نشته.
د صالح په خبره، حکمتیار ۲۰ کاله پخوا د افغانستان د خلکو په ذهن او زړه کې وژل شوی او زیاته یې کړه، کله چې د ګلبدین ړانده راکټونه د عاصي زړه ودردولو د هغه افکار یې جاویدان کړ.
.jpg)
احمد ضیا مسعود وايي، حکومت نه شي کولی، د ایډیا لوژیک فکر خاوندانو سره سوله وکړي.
د ده، په خبره، یو شمېر ډلې له دین نه د وسیلې په توګه کار اخلي او له همدې لارې ځان واک ته رسوي.
مسعود ټینګار کوي، چې افغانستان کې باید یو داسې دیني مرکز جوړ شي، چې د ایډیالوژیکو ډلو د فتوا صادرولومخنیوی وکړي.
له بل لوري کیسه لیکوال او څېړونکی رهنورد زریاب د سولې په لاسلیک شوې هوکړې نیوکه وکړه او ویې ویل، چې حکومت هره میاشت ګلبدین حکمتیار ته ۱۰۰ زره ډالر ورکوي، په دې یې باید ماشومانو ته ښوونځي جوړ کړي وای.
زریاب د قهار عاصي شخصیت په اړه وویل، چې له حیدری وجودي او واصف باختري سره د ده ناسته پاسته د دې سبب شوه، چې د عاصي د شعر غوټۍ وغوړیږي.
دی وايي، حیدري وجودي عاصي یې له کلاسیک او عرفاني شعر سره اشنا کړ.
.jpg)
نادري بیا وویل، چې عاصي د افغانستان په معاصر تاریخ کې یو سیاسي شاعر و. او په دې عصر کې به بل شاعر د ده تشه پوره نه کړي.
عاصي په ۱۳۳۵ کال په پنجشیر ولایت کې زېږېدلی و.
نوموړی په ۱۳۷۳ کال کې د کورنیو جګړو پر مهال یو ځل ایران ته مهاجر شو او کله چې په ایران کې ورته د استوګنې اجازه ور نه کړل شوه؛ بېرته کابل ته راستون شو.
ډېر وخت نه و، تېر شوی، چې د کابل په کارته پروان سیمه کې په کور یې راکټ ولګېد او ووژل شو.
قهار عاصي چاپ شوي اثار په لاندې ډول دي:
د «مقامۀ گل سوری»، «لالایی برای ملیمه»، «دیوان عاشقانۀ باغ»، «غزل من و غم من»، «تنها ولی همیشه»، «از جزیرۀ خون» و «از آتش از بریشم».





