د جنګي جنایتونو اړوند نندارتون

دغه نندارتون، چې نن یک شنبه (ډسمبر۶مه) د کابل د دارالامان ماڼۍ سره د افغانستان د عدالت غوښتونکي انجمن له خوا جوړ شوی و تر ۳۰۰۰ ډير انځورونه نندارې ته وړاندې شول.

د دې انجمن غړي زاهد سلام وطندارته وویل، چې د نندارتون موخه يې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې لمانځلو ترڅنګ په افغانستان کې د څلورو لسیزو جنایتونو غندنه ده.

د قربانیانو دغه انځورونه به د دارالامان ویجاړې ماڼۍ پردیوالونو د درېیو ورځو له پاره ځوړندې وي.

د نندارتون مسولین وايي، چې په یاد نندارتون کې یې د هغو قربانیانو انځورونه نندارې ته ایښي چې د خلق، پرچم، مجاهدینو، طالبانو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال خلک په ظلم او ستم وژل شوي دي.

د عدالت غوښتنې ټولنیز بنسټ غړي زاهد داهم وویل، چې راتلونکې چهار شنبې په ورځ به د کابل زرنګار پارک څخه ترافشارو پورې د پخوانیو جنایتونو پروړاندې یو لاریون هم وکړي.

د دغه انجمن غړي وايي، چې د کمونیستي ريژیم د واکمنۍ پرمهال د څرخي پله پولیګون په سیمه کې سلګونه بې ګناه وګړي په ډله ییزه توګه ژوندي ترخاورې لاندې شول، چې د راتلونکې پنجشبنې په ورځ به یې په یاد هغه سیمې ته هم ورشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام