وژل شوی پېروز: موږ دې ووژل شو؛ خو چې حق ونه وژل شي

انځور له ټولنیزو رسنيو 

دیني عالم، لیکوال، روڼ اندی او د افغانستان له‌پاره د یوې روښانې راتلونکې غوښتونکی عبدالغفور پیروز نن سهار ناڅرګندو موترسایکل سپرو د کندهارښار په ۹مه ناحیه کي په ډزو وواژه.

هغه  له تیر یوه کال راهیسې د کندهار ولایت مقام د رسنیو په مرکز کې د سلاکار دنده درلوده.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د عبدالغفور پیروز د وژنې د تایید ترڅنګ وايي، چې د پیروز وژنه لویه ضایعه ده او امنیتي مسوولین يې د قاتلینو نیولو جدي هڅې کوي.

د خپلواک په قول، پیروز یو عادي دولتي کارمند نه و، بلکې هغه یو لیکوال، په دیني علومو پوه او د ښې مطالعې خاوند و.

په کندهار کې د مدني فعال او د عبدالغفور پیروز نژدې ملګری نثاراحمد صالح هم وايي، پيروز ځکه ووژل شو، چې ددې وطن د ستونزو عمق يې درک کړی و او په دې پوهېده، چې د ستونزو جرړې چېرته دي.

انځور له ټولنیزو رسنيو 

صالح وايي، مرحوم پيروز تر پنځوس زیات کتابونه او په سلګونو مقالې يې لیکلې دي، چي په هره کرښه کې يې د انسان ساتنې او سولې پيغام خلکو ته رسولی دی.

د صالح پر خبره، پيروز به تل ویل، چې د جرم په اړه بحث مه کوئ، بلکې پردې خبره فکر وکړئ او ځواب پیداکړې، چې ولې یو څوک د افراط لمن نیسي، مکتب سوځوي، مکتب ته په کرکه ګوري او له ټولنې تښتي؟ .

هغه په خپلو لیکنو، ویناوو او کتابونو کې  داسې خبرې کولې، چې د ستونزو اصلي علت ته يې ځان رسول او خبرې يې داسې مدللې وې، چې زیات دیني عالمان يې د ویلو توان نه‌لري.

شاعر، لیکوال، مدني فعال او په کندهار کې د یو خصوصي پوهنتون استاد عبدالواسع هڅیال هم ورته خبره کوي او وايي، چې په هیواد کې روانو خپلمنځي شخړو سخت ځوروي او په دې اړه به يې په مجلسونو کې له ملګرو سره اوږدې، مدللې او په تول پوره خبرې کولې.

هڅیال وايي، دده نیوکه پر هغه چا وه، چی دا هیواد يې د اور په لمبو کې سوځولی او لاهم دې اور ته پیلوځی ور اچوي.

نوموړی وايي، چې پیروز یو ویښ، په ژبه او کار پوه، راتلونکي ته هیله من، خو له بده مرغه دده د خبرو او واقعیت ویلو زغم له وطن دښمن کسانو سره نه وو، نو ځکه يې شهید کړ.

دده هره خبره یو لوی پیغام او پر هغه چا يې انتقاد کاوه، چې د افغانستان په تاوان و.

ده د روڼتیا او روښانتیا له‌پاره ډیرې هلې ځلې کولې او تل د هیواد د جوړیدو اوله دې خاورې دښمنانو د ورکیدو په هیله و.

د هغه دا خبرې یوازې ترلیکنو او وینا پورې نه وې محدودې، بلکې په دې لار کې يې ځوانان روزل او عملا به یې کار کاوه .

د پيروز په قلم کې انتقادي رنګ او په وینا کې ريښتنوالی هغه څه و، چې په ډیرو مجلسونو او غونډو کې به اوریدونکو ورته غوږ نیوه.

ورین تندی، ښه روغبړ او مینه ناکې خبرې يې د مخامخ لیدو ځانګړتیاوې وې.

تل به يې د نویو ګټورو کتابونو او لیکنو پوښتنه او سپارښتنه کول

د ښځو د حقونو پلوی او په اسلام کي يې د ښځو د حقونو په اړه ډیري خبرې کولې.

پيروز به تل هغه دینې عالم ننګول، چې ولی د هیواد او خلکو د ساتنې په اړه څه نه وايي او یا هم تل د بل په طمع ناست دي.

پیروز تیر مازدیګر د «بیان ازادۍ» په یوه لکچر کې پردې ټینګار کاوه، چې که د حق ویلو په لار کې وینه هم توی شي، خو چې حق چوپ پاتې نه‌شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام