کرېش د هند د پنجاب ایالات اوسېدونکی وي، په ډهلي کې د پوهنتون زده کړې کوي، په همدې وخت کې د (انانیا) په نوم یوې نجلۍ سره مخ او ملګری شي، انانیا د سوېلي هند اوسېدونکې وي، د دواړو کلتور سره ډېر توپیر لري.
کرېش او انانیا په یو بل مینیږي، د پوهنتون په وروستۍ ورځ د هلک او نجلۍ کورنۍ سره ګوري او ستونزي یې له همدغه ځایه پېلیږي.
کرېش د انانیا پر وینا، چېناې ښار کې وظیفه واخلي، د نجلۍ کور ته ورشي، خو د کورنۍ یې ورسره ډېره نه جوړیږي، د کورنیو اختلاف یې یواځې په دې ټکي وي، چې د دوی کلتورونه ډېر توپیر لري او که د دوی تر منځ واده وشي؛ ستونزې به یې ډېرې وي، کرېش د انانیا د کورنۍ زړه لاس ته راوړي، انانیا ځان سره ډهلي ته وړي، خو د کرېش مور ورسره ډېر ښه چلند نه کوي، بلاخره د کرېش پلار د انانیا دوی کور ته ورځي او بې له دې چې کرېش خبر کړي د واده خبره ورسره جوړوي.
مهم ټکي:
په فلم کې څو داسې مهم ټکي شته چې (U Turn) یې ګڼلا شو.
- کرېش او انانیا په دې سره ملګري شي، چې کرېش ښه هلک وي، نجلۍ ته د یارانې خبره نه کوي او د یوه دروند انسان په حیث ورسره کېني، انانیا ورته وايي، چې زه یو ښه دوست ته اړتیا لرم، ته راسره ملګری شه، کرېش ورسره شي، ورځې تېریږي، کرېش په انانیا میین شي او له همدې وېرې ورسره خبرې کمې کړي، بلاخره انانیا د کرېش خونې ته لاړه شي، کرېش ورته ووايي، چې زه په تا میین یم، ما نه ملګري نه کیږي، انانیا یې بې له کومې خبرې ښکل کړي او همدلته یې زړونه د مینې په تار وتړل شي.
- کرېش چې د انانیا کور ته لاړ شي له کلتور سره یې بلد نه وي، هر څه ورته ډېر عجیب وي، د هغوی د کور چاپیریال د خپل کور له حالت سره پرتله کوي، د انانیا مور سندر غاړې وي او پلار یې په بانک کې کار کوي، انانیا کرېش ته ووایي، چې زما ورور ته درس ورکوه په دې بهانه به ته هره ورځ زموږ کور ته هم راځي، یوه ورځ سهار د انانیا پلار کرېش ته ووایي، چې ته زما لور هیره که، موږ مه شرموه. کرېش ترې لاړ شي، خو حوصله یې ماته نه شي، په بله ورځ بانک کې د انانیا د پلار پریزنټیش وي، کرېش ورسره د هغه په جوړولو کې مرسته وکړي، کرېش چې په کوم بانک کې کار کوي، هغوی کلنۍ نمانځغونډه لري، کرېش د انانیا مور ته هلته د سندرو موقع واخلي، خلک سندرغاړې وستايي، په دې توګه کرېش د دوی په زړونو کې ځای پیدا کي.
- انانیا چې کرېش دوی کره لاړه شي هلته یې د خپلوانو واده وي، خلک په جهیز کې لوی موټر غواړي، د نجلۍ کورنۍ وړوکی اخیستی وي، انانیا ورشي، هلک دې ته قانع کړي، چې وړوکی موټر واخلي او واده وکړي، په دې توګه انانیا هم د کرېش د کورنۍ په زړه کې یو څه ځای پيدا کړي.
- کرېش او انانیا د واده خبرې وشي، په یوه هوټل کې دېره شي، د کورنیو یې سره نه لګی، خو بیا هم ډوډۍ خوړلو ته سره کېني، د کرېش مور د ډالیو په اړه خبره وکړي، د انانیا په کورنۍ بده ولګیږي، خبره ورانه شي، او دوی سره پورته شي.
- کرېش د خپلې مور د رضا کولو لپاره ورته وايي، چې انانیا به زما خبره مني، هغه به هر څه کوي، بس یو ځل چې راواده شي، زه پرې خپلې ټولې خبرې منم او هغه به حتی د یوې خبرې حق هم ونه لري، دوی چې مخ واړوي انانیا او کورنۍ یې شاته ولاړ وي، انانیا ورته ووايي، ماغوښتل، چې یو ځل بیا هر څه ښه کړمه خو فکر کوم، چې نوره نه کیږي دا خبره وکړي او ترې روانه شي.
- کرېش خپه ناست وي، د انانیا زنګ ورته راشي، نه یې اخلي، بیا زنګ راشي، بلاخره د کور په ټیلیفون زنګ راشي، کرېش ځواب ورکړي چې پلار دې موږ کره راغلی و، زما له کورنۍ یې بښنه غوښتې او اوس زه او ته واده کولای شو، او همداسې وشي.
د کیسې تر شا کیسې:
- د کرېش مور او پلار سره جوړ نه وي، پلار یې کور کې زړه نه لګي، مور سره یې ښه وضیعت نه کوي، شراب څښي او کور کې یواځې شپه کوي، یوه شپه چې یې د مور او پلار جنګ شي، پلار یې مور ووهي کرېش ورشي او خپل پلار ووهي، دا هم په فلم کې مهم ټکی دی، همدې سره د کرېش او پلار تر منځ یو اړیکه پيدا شي، بیا یې پلار یوه ورځ ورسره خبرې وکړي، خپل یو څه کار ورته وسپاري او کرېش یې ورته پوره کړي، همدغه اړیکه بلاخره د دې لامل شي، چې کرېش دې انانیا سره واده وکړي.
- کرېش په پوهنتون کې زده کړې کوي، مسلک یې سوداګري وي، خو له لیکوالۍ سره مینه لري، انانیا ته ووايي، چې غواړي یوه ښه کیسه ولیکي، انانیا ورته وايي، چې د خپلې تېرې مینې کیسه ولیکه، د انانیا پلار یې هم تشویق وکړي، خو کرېش همدا خپله او د انانیا د مینې کیسه ولیکي او د یوه ناول په شکل یې چاپ کړي.
فلم ته کتنه :
فلم د هندي لیکوال ( چیتن بګهت) په ناول جوړ شوی، چې په همدې نوم خپور شوی هم دی، په دې فلم کې د هندي کلتور د جلا والي تر څنګ د ځوانانو او د هغوی د کورنیو تر منځ د نسلي واټن (Generation gap) موضوع هم راخیستل شوې ده، د کرېش مور او پلار په خپل ایالات کې واده کړی وي، خو ژوند یې تريخ وي، یعنې دا چې د ژوند له پاره نسلي نه؛ بلکې فکري نږدیوالی مهم دی.
په خپل شوق ځان ته د کار ټاکل هم د دې فلم یوه موضوع کیدای شي، کرېش غواړي لیکوال شي، خو زده کړې په بل مسلک کې کوي او دا هم ښودل شوې ده، چې لیکوالي یو شوق دی او انسان یې د یوه بل مسلک سره هم کولای شي.
یو پیغام دا هم دی، چې خبرې په خبرو حل کیږي، کله کله باید اړیکه رامنځته شي، یو تحرک پيدا شي، ځکه کنګل چاپیریال کې هيڅ فعالیت هم نه کیږي، د کرېش کار که څه هم سم نه و، خو چې په خپل پلار یې ګوزار وکړ نو په خپلې کورنۍ خپور شوی سکوت یې مات کړ او دې سره یې مور او پلار ستونزه هم حل شوه.
د فلم په پای کې څو جملې ویل کیږي، په کې وایي، چې زموږ مور او پلار ته موږ ډېر ګران یو، دوی ځکه زموږ له مینې کولو وېریږي، چې هسې نه له واده وروسته د دوی مینه کمه نه شي، ګني هیڅ مور او پلار د خپل اولاد خفګان نشي لیدلی، بس که دغه وېره ختمه شي او اولاد مور او پلار ته دا ډاډ ورکړي، چې له واده وروسته به هم دوی سره وي او همدومره مینه به ورکوي؛ نو شاید بیا په مینې او ودونو کې د نسل، ښار، ژبې، ایالات، جهیز او نورې ستونزې نه وي.





