زړه مي غواړي چې تاسو له ځان سره د تېرو هېرو فرهنګونو په لور بوځم او له دې حقيقت سره تاسو اشنا كړم چې لرغوني انسان څنګه د خپل ژوند سفر د نا معلوم څخه د معلوم په لور پيل كړ.

كله چې بنيادم د شعور په دغه پراخه  مځكه اول ګام كېښود نو دا نيم صداقت د منلو وړ دى، چې د اسطوريي دورې بنيادم د زندګۍ يو ځانګړى فكر درلود.

 كه چرته مونږ د دغې زمانې د ادب مطالعه وكړو؛ نو په دغه زمانه کې هم ادب خپله ښكلا، خپل فطري رنګ او خپل ښایست  درلود.

تاسو د ادبي تاريخ پاڼې پرلپسې راواړوئ نو دا خبره به ثابته شي، چې له كومې ورځې چې د ژوند ابتدا شوې ده کیسه يا داستان هم په هغه ورځ پيدا شوى دى "ګِل ګاميش" چې د عراق ارك اوسېدونكى وو. او دا د نړيوال ادب اولنۍ بې بها سر مايه ده او دغه داستان د نړیوال شهرت هم ترلاسه کړی دی.

د ليك او تخليق دغه اوله نښه ځكه د هېرولو نه ده، چې په ليكلي بڼه تر دې وړاندې يو لیک هم د ادبياتو تاريخ نه دى په ګوته كړى.

بله اهمه خبره دا ده چې د ادبي تاريخ او اسطوريي شواهدو له مخې "ګِل ګاميش" د دنيا لومړنی اتل او هيرو هم دى او لومړنی باچا او حكمران هم.

مطلب دا چې لرغونى بشر پر دغه ارته مځكه په پېل کې له طبعي ځواکونو سره په جنګ اخته و.

انسان  د پر اسراره وحشتناكو قوتونو په مېنځ کې را ايسار و، نو ځكه یې د جنګ لپاره خپل لستوڼي رانغاړلي وو؛ ولې چې د هغه لپاره د خپل وجود بقا ضروري وه.

قدرتي افتونو هغه له يوه لوۍ حيرت  او تعجب سره مخامخ كړى و؛ په قدم قدم به هغه له نوي ديوتا (رب النوع) سره اشنا كېده، د هر ديوتا به جلا باچايي، جلا احكامات او خپله حكمراني وه او د هغه دا پخه عقيده وه، چې د فطرت په مظاهرو باندې پر اسرار قوتونه خپله حكمراني كوي.

لمر، سپوږمۍ، دريابونه، ستوري، غرونه، ونې، هواګانې، طوفانونه، تنا، برېښنا او تندر د دغو فطري واقعاتو او پېښو په سوب لرغوني انسان په فرضي عقايدو، كركو او كږنو باندې پوخ ايمان درلود او دا عقيده ېې درلوده چې هر شى روح لري.

 د مثال په توګه كه به د هوا په سوب چرته كاغذ هم والووت؛ نو دوی به ويل چې دا هم ديوتا دى، ولې چې د الوت قدرت او طاقت لري.

 هم دغه رنګه به یې فطري مظاهر، ځناور او خزندې هم ديوتاګان او ديويانې  بللې.

د ديوتاګانو او دېويانو په دې نا تمام خزانه کې انسانان نه يواځې حيرانه وو؛ بلكې ډېر وارخطا هم وو، ځکه چې د هغو په ذهنونو باندې د يو شمېر نا اشنا قوتونو خوف او ويره مسلطه وه.

 د اسطورو محقيقين او پوهان دا خبره په دعوې سره كوي چې ديوتاګان د انساني خوف او ويرې څخه را زېږېدلي دي.

لرغوني ژوند څه خاص ارزښتونه او روايات نه درلودل؛ بلكې كركې، كږنې او فرضي خيالات او خرافات د دوی د كلتوراصل روايات، ارزښتونه او اصول نه وو.

د دوی په خيال ژوند يوه پر اسراراه مسافر خانه ده چرته چې انسان غير محفوظ ژوند تېروي.

 شايد د هم دغه حيرت په سوب د بنيادم د هر ګام څخه يوه فرضي او خيالي کېسه رازېږېدله د اسطورې زياتره کېسې منظومې او د شعر بڼه لري په دې لحاظ كه دلته زه دا ووايم، چې د کیسې د پيدايش سره سره شعر هم په هم دغه وخت پيدا شوى دى؛ نو غلطه خبره به نه وي.

 په اخرکې به دا ووايم چې كه يو شاعر يا اديب ښه شاعر او اديب جوړېدل غواړي نو اساطيري ادبيات دي خامخا مطالعه كړي؛ ځکه چې اسطوريي ادب نه يواځې د تخليقاتو په لحاظ غني دى؛ بلكې خپله ځانګړتيا هم لري. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام