كه چېرې په پخوانيو ادبياتو موږ يو ځغلند نظر هم واچوو؛ نو د دې نيم صداقت اثبات به وشي، چې په هغه زمان يا دوره كې انساني ذهن او شعور تر ډېره حده له يو شمېر خدايانو نه متاثره و يا به په انساني ذهنونو د فطري قوتونو باچاهي وه. كله به يوه ديوتا ته سر ټيټي ولاړ وو او كله به بل ديوتا ته. كله به يې د ثواب په نيت د يوې دېوي قصيده ويله او كله د بلې هغې. د هغه د روحاني تسكين لپاره هم دغه یوه لاره پاتې وه، يا شايد له دغې لارې به هغه د خپلې وېرې د ختمولو هڅه كوله. هر طرف ته به د دېوتاګانو سندرې ويل كېدلې يا به د دېويانو د ذكر او فكر هنګامه شروع وه.
حال دا چې فرضي او خيالي مذهب په انساني ذهن او شعور باندې خپور و. د دې حقيقت اثبات هومر په خپلو رزميه منظومي داستانونو كې په واز كومي سره كړى دى. هغه به ويل، چې زه تاسو ته هغه څه وايم، چې ما ته د شعر د ېوي رازده كړي دي، ځكه زما خبرې د سندرو نه هم زياتې خوږې دي.
مطلب دا چې د هومر ذهن هم د داسې الوهي کیسو نه ډك و. په همدا رنګه مابعدالطبعيتي بحثونو کې د دغو لرغونو انسانانو د روحاني تسكين رازونه پټ وو.
د انساني فكر او شعور ټول ښائست او ټول جمال د دغو فرضي خيالاتو په داخل كې له ورايه ښكاري. يواځې هومر دغه بابولالې نه ويلې هېسئيوډ هم كټ مټ همدغسې سندرې ويلې. د هغه هم دغه عقيده وه، چې همدغو دېوتاګانو، دېويانو او فطري قوتونو د شاعر په سينه كې يوه نا تمامه الهامي نغمګۍ پو كړې ده؛ ځكه د شاعر ژبه د فطري ښكلا نه ډكه ده. مطلب دا چې د الهام ټولې سر چينې همدلته موندل كيږي. د فكري شبنم د باران د ورېدلو د رحمت دروازه هم دلته خلاصېدله. په دغه زمانه كې انساني ذهن او شعور په داسې احساساتو او جذباتو خورا غني و. شاعر به ځكه د دېوتا او دېوي ته ډېر نزدې و، خو هغه به د خپل فكر ټوله توانایي د دوی په تعريفونو خرڅوله. شاعر به هم د پاډوګر غوندې د دېوتا يا دېوي نایب بلل كېدلو، د فكر او شعور دغه روايت په قديم يهودي تهذيب كې موږ په اسانه په ګوته كولى شو.
د يهودي د قديم تهذيب لويو لويو شاعرانو دا عقيده لرله، چې كله خداى زموږ په خپګانونو دردمن شي؛ نو بيا د شعر په ژبه ګويان شي. جالبه خبره دا ده، چې هغه وخت انساني شعور له همدغسې نفسي او ټولنيزو وارداتو سره مخامخ ؤ. خداى، روح، كائېنات، هستي، نېستي، وجود او عدم د هغه وخت عام مباحث وو. انسان د خپل وجود د بقا لپاره لارې هوارولې. د شك نا اشنا تور تور سیوري به تل له هغه سره ملګرې وې.
هر وخت به يې ذهن د يو شمېر نا اشنا غوندې پوښتنو نه ډك و او همدغه سوالونه د هغه د نا تمامې بې كرارۍ پېلامه وه. شايد هغه د بېخي ډېرو دېوتاګانو او دېويانو په موجودګۍ كې بېخي يوازي و. كله نا كله چې موږ د هغه وخت لرغوني ادبيات لولو؛ نو داسې محسوسوو، لكه د هغه وخت انسان چې د حيرت په يو ناتمام بيابان كې ژوند كاوۀ. د شعوري يا د خپل ذات د شعور سوال هغه په يو داسې حيرت كې راګير کړی و، كه چېرته هغه موجود هم و؛ نو دڅه له پاره؟ د هغه ژوند یواځې د وېرې يو عكس و، له كوم څخه چې یواځې د هغه بېوسي څڅېدلې.
بس په يوه بل مندر كې د هغه دندنه یواځې غوښتنې او دعاوې وې. د هر مقصد د حصول لپاره به يې جلا عبادت كاوه. په همدغو اعمالو كې د هغه د زندګۍ د ساګانو بقا وه. مطلب دا چې د فرضي دنيا پر يو ستړي او ستومان بيابان ئې ورځې شپې تېرولي. په دغو فرضي او خيالي رواياتو عمل كول د هغه د ذهن او شعور لويه سرمايه وه.





