«جام څلی له ګواښوونکیو سېلابونو ژغورل شوی»

ورانوونکیو سېلابونو دوه ورځې مخکې په غور کې خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي او هم یې د دغه ولایت جام څلی له ګواښ سره مخ کړی دی. 

پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزیر نجیب‌اقا فهیم چې د اقتصاد، لوړو زده‌کړو وزیرانو او د هندوستان د سفیر په ملتیا غور ته تللی وایي، د سیمې خلکو په مرسته توانېدلي چې له دوو ورځو راهیسې له جام څلي نه د سېلابونو مخه وګرځوي.  

د نوموړي په وینا، که څه هم سېلابونو جام څلي ته سخت زیان رسولی، خو هڅه کېږي چې د دغه څلي د له منځه تلو مخه ونیول شي.

په همدې حال کې د غور د ولایتي شورا رییس فضل احسان هم وایي، که د جام څلي وضعیت ته جدي پام و نه‌شي، ډېر ژر به ونړېږي. احسان له حکومتي چارواکیو او د هند له سفیره غواړي چې د دغه منار په ساتنه کې همکاري وکړي.

بله‌خوا د غور ځینې مدني فعالان هم د جام څلي وضعیت اندېښمنوونکی بولي او پر مسوولانو نیوکه کوي چې تراوسه یې د یاد څلي د نړېدو لپاره هېڅ لازم اقدام نه‌دی کړی.

د غور مدني فعالان منصور خسرو او احمدشاه موحد وايي، د رېګ، خاورو او تیږو په اچولو سره د جام څلي د لوېدو مخه نه نیول کېږي او په‌کار ده چې په اساسي ډول یې ساتنه وشي.

غور ته د کابینې وزیرانو په سفر کې د یاد ولایت د کرنې پوهنځي د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه او د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د فېروزکوه ښار عمومي پل هم پرانېستل شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام