
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په تېره یوه لسیزه کې د لرغونو اثارو ترلاسه کولو په اړه د دې وزارت د فعالیت راپور وړاندې کړ او ویې ویل، چې دغه شمېر لرغوني اثار د افغانستان په بامیان، میدان وردګ، لوګر، بلخ، کابل او په غزني ولایتونو کې موندل شوي دي.
غونډې ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې رییس عبدالقدیر تیموري وویل، دوی تېر کال د لرغونو اثارو د پېژندنې له پاره ۵ موخې درلودې.
نوموړي وویل، د ټاکل شویو موخو په برخه کې یې په لغمان، نورستان، ننګرهار، کونړ، پکتیا، میدان وردګ،غزني، زابل، کندهار ولایتونو او د لوګر مس عینک کان ته څېرمه سیمه کې د لرغونو اثارو پېژندلو سروې؛ دغه راز د مرنجان او نارنج غونډۍ اثارو جوړول او د قول توت اثارو را ایستل شامل وو.
تیموري وویل، په تېرو لسو کلونو له نارنج غونډۍ ۱۱۸، له قول توته ۳۱، له لوګره ۲ زره ۳۹۲، له میدان وردګو ۵۳۱، د کابل له خواجه صفا ۴۹، له بلخ ولایته یوزرو ۳۷، له بامیانو ۶۶۲ او له غزني ۲۲ لرغوني اثار لاس ته راوړي دي، چې ټولټال شمېر یې ۵ زره ۲۶۷ لرغونو اثارو ته رسیږي.
هغه زیاته کړه، د سپوږمکۍ له لارې هم یو شمېر سیمې په نښه شوي، چې هلته لرغوني اثار شته خو د ناامنۍ له امله یې راویستلی نه شي.

د اطلاعاتو او کلتور ځای ناستي وزیر ډاکتر کمال سادت له هېوادونو وغوښتل، چې ورقاچاق شوي لرغوني اثار دې د نړیوالو قوانیو له مخې بېرته افغانستان ته ورسپاري.
کمال سادات دغه راز له هېوادوالو هم غوښتنه وکړه، که اوس هم په کورونو کې لرغوني اثار لري ملي موزیم ته دې حواله کړي.
د راپورونو له مخې د افغانستان بې شمېره لرغوني اثار په ۱۳۷۱ کال کې هغه مهال چې مجاهدین واک ته ورسېدل په تنظیمي جګړو کې لوټ او یوه برخه نور یې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ویجاړ شول.
دې تالان هېواد ته د میلیونو ډالرو مالي زیان سربېره دروند معنوي زیان ورسولو.





