له ۳۹ کلونو وروسته د غزني سینما بېرته فعاله شوه

د غزني فرهنګیان وايي، په‌دې ولایت کې سینما اوږد تاریخ لري او د ۱۳۵۸ کال تر پایله د غزني ښار سینما د دوشنبې په ورځ مېرمنو ته او د پنجشنبې په ورځ نارینه‌وو ته فلم خپرولو.

خو د وروستیو څو لسیزو جنګونو له امله دغه مهمه فرهنګي برخه غیرفعاله وه او یاد یې یوازې په خاطرو کې پاتې دی.

اوس غزني ښار کې د سینما له وروستیو فعالیتونو ۳۹ کاله تېرېږي او د اطلاعاتو او کلتور ریاست پرېکړه کړې چې د یونسکو په ۲۶ زره ډالره امریکايي مالي همکارۍ د دې ښار سینما بېرته فعاله کړي.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس بشیر محمدي سلام‌وطندار ته وویل، د سینما له بېرته فعالولو څخه یې موخه د هېواد د فلم‌جوړوونکیو له تولیداتو څخه ملاتړ، د افغانستان د اصیل فرهنګ ترویج او په‌دې ولایت کې له افراطیت سره مبارزه ده.

غزني کې مدني فعالان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دې اقدام هرکلی کوي او وايي، ټولنه کې سینما او کتابتون یو شان ارزښت لري.

د غزني دوو مدني فعالانو شکیلا مرید او میرویس اسلمي په وینا، له‌ دې مهمې ټولنیزې رسنۍ څخه کېدی شي ټولنه کې د مسوول وګړي د روحیې او فکر احیا کولو او د فرهنګ غښتلتیا کې ګټه واخیستل شي.

خو غزني کې ورځپاڼه‌لیکوال او فرهنګي فعال اسدالله جلالزی ـ چې په‌دې ولایت کې د سینما په سم مدیریت بې‌باوره دی ـ وايي، دې برخه کې د مسلکي ظرفیتونو د نه‌شتوالي له امله به له سینما نه سمه ګټه وانه‌خېستلی شي.

د ښاغلي جلالزي په وینا، باید دې برخه کې مسلکي کسان وروزل شي چې له سینما څخه مثبته ګټه واخېستل شي.

په‌داسې حال کې چې پخوانیو حکومتونو غزني کې د سینما او تیاتر له‌پاره جایدادونه مشخص کړي‌وو؛ خو دې وروستیو ۱۵ کلونو کې ـ چې افغانستان کې د رسنیو د پسرلي موسم ګڼل کېږي ـ سینما ته هېڅ پام نه‌دی شوی او ان د جایدادونو برخلیک په اړه یې هم معلومات نه‌شته.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام