په شاوشنګ کې تل پاتې نېک مرغي؛ هغه فلم، چې بې ګناهان ستايي

 

که له ما و پوښتل شي، چې یوې مذهبي ټولنې ته د نندارې له پاره څه ډول فلم وړاندیز کوې؟ ورته وبه وایم چې د دغه فلم جوړونکی"فرانک دارابونت"  و وینئ.

زما له خبرو ناسم تعبیر ونه شي نه غواړم  ووایم، چې د دارابونت فلمونه ایډیولوژیک دي.

د دغه فلم جوړونکي دوه فلمونه " په شاوشنګ کې تل پاتې نيک مرغي " او "دالان سبز" چې د ده د فلمي بوختیاوو ښکارندويي کوي، چې دی د څه ډول سینما لیواله دی.

ایمان، ګناه، هیلې، معجزه، مذهبي ځان ښودنه او … د دارابونت فلم اساسي منځپانګه ده.

ایا دغه موضوعات د هر دین او مذهب اساسي منځپانګه نه ټاکي؟

د دارابونت فلم د نندارې بل دلیل نه یواځې د ځانګړو مینه والو له پاره بلکې د ټولو له پاره د سینما د کیسې ویلو د زړه راښکون ځواک دی.

 ځواکمنه کیسه خپل مخاطبین نه خپه کوي. که یو موضوع د یوې کیسې په اډانه کې وړاندې شي د اغیز ځواک یې زیاتیږي او د مخاطبینو د منلو وړ کرځي.

ګناه، عشق او عدالت هغه مفاهیم دي، چې په انتزاعي توګه د سینما په قالب کې نه شي وړاندې کېدی خو دا چې د کیسې په اډانه کې وړاندې شي.

یواځې د ښې کیسې لرل بسنه نه کوي سینما ګر باید هرومرو د دې وړتیا هم ولري چې کیسه بې له کوم عیب نه وړاندې کړي.

زما په باور دارابونت له هغو فلم جوړونکو نه دی، چې د دې وړتیا لري چې کیسه په ډېره ښه بڼه مخاطبانو ته وړاندې کړي.

" په شاوشنګ کې تل پاتې نيک مرغي " د فرانک دارابونت لومړنی فلم دی چې فلم لیک یې په خپله ده د استیون کینګ د کیسې پر بنسټ لیکلی دی. دغه فلم د مخاطبانو له خوا په معتبرو سایټونو کې د نظر پوښتنې په اساس د سینما په تاریخ کې غوره فلم و ټاکل شو.

په زړه پورې داده چې د اسکار اکاډومۍ له خوا په ۷ برخو کې نوماند شوی و هیڅ جایزه یې خپله نه کړه .

اندی دوفرین ( تیم رابینز) یو بانک وال دی چې د خپلې میرمنې د وژولو په تور د ژوند تر پایه په بند محکوم شوی دی.

 خو اندی دوفرین دغه تور نه مني؛ نوموړي د شاوشنک په نوم بند ته وړل کیږي؛ هغه زندان ته چېرې چې د جنایت کارو او فاسدو ساتونکو سیمه ده او دنده یې د بندیانو وژنه او ځورول دي.

اندي یو ارامه، خورا نرم دریځه او نرم چلنده انسان دی، چې غواړي د یو مثبت بندي په توګه ځان و ښيي او د دوی باور خپل کړي.

دی په دې لټه کې دی، څو د بندي خانې قوانیو ته احترام وکړي سره له دې چې د بندي خانې مسولینو له خوا ځورول کیږي د دې سره سره بیا هم کوښښ کوي چې اړیکې یې له نورو سره ښې و ساتي.

دغه فلم د اغیزمن کس له خولې دغه کیسه اوروي.

رد (مورګان فریمن) یو تور پوستی دی، چې کلونه کیږي د خپلې میرمنې د وژنې په تور په بند کې شپې او ورځې سبا کوي نوموړی ارامه شخص دی د هغه څه په خلاف چې د یو قاتل نه یې تمه کو، رد په کړو کې د شر او فاسد کومي نښې نه لیدل کیږي.

رد هغه څوک و چې په لومړیو کې د اندي په ژړا له نورو بندیانو سره شرط لګولی و خو په پیل کې دی د اندي تر اغیز لاندې راځي او د اندي نږدې ملګری کیږي.

هغه شخص چې بې له شکه مخاطبینو ته یو فاسد انسان دی او د نرم چلنده انسان اندي په خلاف ولاړ دي نوموړي د همدغه بندي خانې رییس نورتون نومیږي.

نورتون نااشنا کس دی چې هیڅ ډول انساني ارزښت ته احترام نه کوي.

که چېرې په دې فلم کې که نورتون له کیسې ویستل شوی وی، ایا دغه به یو ښه فلم وی؟

که په دې فلم کې نورتون له کسیې لرې شوی وی کیسه نیمګړې کېده او د دې معنا دا وه، چې د فلم کیسه لیکوال په لوی لاس سره د نورتون په شخصیت اغراق کړی دی او دغه کار فلم بې خونده کاوه.

له اندي سره د نورتون چلند فلم د احساساتو په لور بیايي، خو هغه څه چې په دې فلم کې د احساساتو مخنیوی کوي په فلم کې د دوو نورو کسانو لوبېدل دي.

اندي، رد او نورتون د یو مثلث درې ضلع دي چې د کیسې منځپانګه په دغو درېیو واړو ویشل شوې ده. 

اندي د ښېګنې بېلګه او نورتون د شر بېلګه یاده کړو اوس که د فلم لومړیو ته بیا ورګر ځو چې ولې دغه فلم ته له مذهبي لید لوري ګورو په بې دریغه سره اندي د اخلاقو بېلګه او نورتون د یو مذهبي تزویر بېلګه ده.

نورتون د فلم په لومړیو کې انجیل ته په اشاره اندي ته وايي چې " ستا تل پاتې نيک مرغي په دغه کتاب کې ده ".

فلم جوړونکی د نورتون د جعلي شخصیت د معلومولو له پاره اضافي څرګندولو ته اړتیا نه لري، د انځور ژبه په خپله دغه حقیقت روښان کوي.

په فلم کې یوې صحنې ته ځیر شئ نورتون د مالیاتو جعلي اسناد د یوې تابلو تر شاه پټه وي او په دغه تابلو کې کاږل شوی انځور په کاتولیک مذهب کې د عدالت غوښته او ښکارندويي کوي.

دغه درې واړه کلیدي کسان سره یو ځای شوي دي چې یو کیسه جوړه کړي کومه کیسه چې یواځې د دوی په ژوند پورې نه را لنډیږي دغه فلم بله خبره هم لري "بنديخانه".

بنديخانه په هالیووډ سینما کې کلیشه يي ده. فلم جوړ ونکی هغه اتلان چې په سینما کې مري او یا له هغه زندان نه تېښته کوي او د همدا ډول د زندان فزیکي جوړښته او ۴ دیوالونو ته چې بندیان په کې ساتل کیږي په خپل کیسه کې پام نه کوي.

داسې ښکار کیږی چې دارابونت په دې فلم کې هغه زندان چې جوړ کړی دی داسې ګومان کیږي چې دا هغه ټولنه ده چې خلک په کې په بېلا بېلو فکري بیل والي سره په کې ژوند کوي.

رد په دې زندان کې دې پایلې ته ورسېد چې "د دې زندان دیوالونه ډېر نااشنا دي په لومړیو کې له دې دیوالو نو نه وېره ده خو د وخت په تېرېدو سره په دې زندان کې بلد شو او له دغو دیوالونو سره یې ځانګړې اړیکه پيدا کړه ".

نو له همدې امله په سپین ږیري بروس چې ۵۰ کاله په بند کې و کله چې له بند نه خلاصیږي په ده کې د ازادۍ حس مړ شوی دی، له زندانه د باندې ځان دومره ورته یواځې ښکاري چې ځان وژنه کوي.

ایا هغه زندان چې موږ یې په خیال او خاطر کې جوړ و، په ریښتیا سره دومره لوی غم پر موږ راوستلی شي؟

په دې نړۍ کې چې موږ اوسېږو داسې شخصیتونه شته دي چې په بشپړه توګه د بل ډول فکر کوي، اندی هم هغه څوک دی چې نړۍ یې د خپل ځان له پاره پیدا کړې ده چې د اندي دغه چاره د (رد ) د باورونو سره په ټګر کې ده.

د اندي په باور هیله ښه ده او ښه څیزونه هیڅ کله نه مري.

د رد په باور هیله کوم ښه څیز نه ده او هیله خطرناکه وي او هیله د دې لامل ګرځي چې انسان لیونی کړي.

اندي ته له زندانه وېره مهمه نه ده. دی د خلکو له مسخه کېدو نه وېره لري.

د اندي له پاره زندان د مبارزې ځای دی. نه غواړي چې هیڅ ډول حالاتو ته تسلیم شي. اندي د ۲۰ کلونو زندان په درشل کې د بریالي توب مبارزه وګړه.

د زندان کتابتون بیا رغوي بندیاتو ته زده کړه ور کوي.

اندي په دې باور دی چې زندانونه هم یو ورځ تسخیر کیږي خو هغه څه چې نه ولکه کیږي هغه د انسان د ننه د ازادۍ اصل دی.

دارابونت غواړي چې و وايي که هیله نه وي په انسانانو کې د ننه د ازادۍ حس به مړ کېده.

د فلم ځانګړتیاوې

نوم :  په شاوشنګ کې تل پاتې نيک مرغي

لیکوال او لارښوود:   فرانک دارابونت

لوبغاړي   تیم رابینز، مورګان فریمن، باب ګانتن او ګلنسي براون

د خپراوي تاریخ ۱۹۹۴

د فلم وخت ۱۴۲ دقیقې

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام