لیکوال، څېړونکی او ځوان کرهکتونکی عمران راتب د تېرې شنبې په شپه د قلبي سکتې له امله ومړ. له دغه کرهکتونکي نه ۳ ناچاپ او ۱ چاپ شوی اثر پاتې شو.
نو یوشمېر فرهنګیان او لیکوالان د راتب د مړینې په مناسبت د افغانستان د فرهنګ کور کې سره راټول شول او د نوموړي په اړه یې خپل نظریات او خاطرې سره شریکې کړې.
د راتب نږدې ملګري کاوه جبران، رامین انوري او یعقوب یسنا چې له هېواده بهر دي، د نوموړي په اړه لیکونه رالېږلي وو او عمران راتب یې پهکې تکړه لیکوال او ښه کرهکتونکی یاد کړی و.
د پوهنتون استاد یامان حکمت د راتب د فعالیتونو په اړه وايي، نوموړي په کم سن کې توانېدلی و چې د نړۍ سترو مفکرینو تفکر درک کړي او هغه کولی شول چې د نن ورځې متفکر شي.
عمران راتب طبعي علوم لوستي وو، خو د خپلې تحصلي څانګې خلاف یې فسلفې او ادبیاتو ته مخه کړه او په ډېر کم وخت کې یې خپلو لیکنو ته د نورو لیکوالانو او لوستونکو پام راواړوه.
پهدې غونډه کې د «خرمګس» په نوم مهالنۍ فلسفي خپرونې چې اېران کې خپرېږي هم په یوه رالېږلي پیغام کې د راتب یادونه کړې وه. د مسوولانو په وینا، د راتب یوه لیکنه د یادې مهالنۍ په نهمه ګڼه کې چاپ شوې او بل به یې هم په راتلونکې هغې کې چاپ شی.
په همدې حال کې ظهور زامیاد چې د راتب ملګری و او په یوه خونه کې ورسره اوسېده وویل، سره له دې چې نوموړی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شو، خو هېڅکله یې هم قلم او کتاب پرېنهښود.
د نوموړي په وینا، راتب پوهېده چې شاعر، هنرمند او ادیب هرکاره نهدی او باید کرهکتونکی هم شي.
د عمران راتب ډېرې لیکنې په بېلابېلو وېبپاڼو، په ځانګړي ډول سلاموطندار کې خپرې شوي او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د هغه د مقالو ټولګه او نور ناچاپ اثار د هغه د همکارانو او ملګرو له لوري چاپ شي.





