د کوچنیانو د “سولې او دوستۍ” څېره

د کوچنیانو د نقاشۍ متخصص او هنرمند حمید رضا خواجه محمدي په ایران کې د افغان کډوالو کوچنیانو د انځورونو نندارتون جوړ کړ.

دغه نندارتون چې د "سولې او دوستۍ" په نوم و نن (یکشنبه می ۱۵مه) په هرات ولایت کې جوړ شوی و.

محمدي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې په ایران کې یې د ایران او د افغان کډوالو کوچنیانو ته د نقاشۍ زده کړه ورکوله او بیا یې ترې غوښتي و چې د سولې او دوستۍ په نوم انځورونه جوړ کړي. محمدي زیاتوي چې له کښل شويو انځورونو څخه یې ۳۰ له افغان کوچنیانو او ۳۰ د ایراني کوچنیانو څخه انتخاب کړي او د هرات په نندارتون کې یې نندارې ته ايښي دي.

دا ایرانی هنرمند وايي، چې سوله او دوستي د کوچنیانو طبیعي او ذاتي لیوالتیاو څخه ده او د نقاشۍ په ور زده کولو سره هڅه کوي چې په ځانګړې توګه کډوال کوچنیان له تاوتريخوالي لرې وساتي.

ددې نندارتونو په زیاتره انځورونو کې ګرم او تازه رنګ کارول شوی دی او د سولې، مینې او عشق پیغام یې په هریو کې نغښتی دی.

دا انځورونه د کوچنیانو د یو داسې ګروپ له خوا رسم شوي چې عمرونه یې د ۶ او ۱۶ کلونو په منځ کې دي.

د ایران د کنسولګرۍ فرهنګي اتشه سید محسن سادات کیایي ددې نندارتونو په څنډه کې رسنيو ته وویل، دا ډول نندارتونونو جوړول د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د خلکو ترمنځ د فاصلو وړلو سبب کيږي.

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریيس اریا روفیان وايي، چې د افغان کډوالو کوچنیانو او ایراني کوچنیانو له خوا رسم شوي دا انځورونه نه یواځې د هغوی پر روحیه ښه اغیز کوي، بلکې د دوه هېوادونو اړیکې هم نورې پیاوړې کوي.

خو د نندارتون ځېنو ګډونوالو سلام وطندار ته وویل، چې د ایراني او افغاني کوچنیانو له خوا جوړ شوي دا انځورونه دواړو هېوادونو ته دا پیغام ورکوي چې نباید د کوچنیانو ژوند له پامه وغورځول او هغوی سره ناوړه چلند وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام