بدخشان د ګرځندویانو د لومړنۍ جشنوارې کوربه

د بدخشان ولایت مرکز فیض‌اباد کې د دې ولایت له ټولو ولسوالیو صنعکاران، کسبګر، هنرمندان او حکومتي مسوولان راټول شوي چې د ښځو لاسي صنایع، موسیقي او محلي لوبو په وړاندې کولو سره ګرځندویانو ته د بدخشان جغرافیې ارام او ډاډمن انځور وړاندې کړي.

د بدخشان د اطالاعاتو او فرهنګ ریاست کې د ګرځندوی برخې مسوول صدیقي لعل‌زاد د دې جشنوارې په څنډې کې سلام وطندار ته وویل، بدخشان د زیاتو توریستي جاذبې په لرلو سره د ګرځندوی صنعت پیاوړتیا بالقوه ظرفیتونه لري.

د ښاغلي لعل‌زاد په وینا، له یو کال راهیسې دې ولایت ته زیات شمېر بهرني ګرځندویان ورغلي او دوی هڅه کوي چې د دا ډول جشنوارو له لارې د بهرنیانو پام دغه ولایت ته ورواړوي.

بدخشاني صنعکاران او کسبګر د دا ډول جشنوارو هرکلی کوي او وایي دغه کار د بدخشان توریستي جاذبو په پېژندلو کې مثبت رول لوبوي.

له ناامنیو، د لارو خرابوالي او ګرځندویانو ته د خوندي ځایونو نه‌شتوالي سره ـ سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي په بدخشان کې د ګرځندوی صنعت پراختیا پروګرامونو خبرې کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معینه مژګان مصطفوي وایي، د دوی وزارت په پام کې لري چې د ګرځندوی صنعت پیاوړتیا په موخه پ ګرځندوی ډیپارټمېنټ سربېره په بدخشان کې روزنیز او فرهنګي مرکز، موزیم، کتابتون او ارشیف جوړکړي.

بدخشان د ډېرو توریستي سیمو لرلو سره د ګرځندوی صنعت پیاوړتیا ښه ظرفیت لري؛ خو د ناامنیو له امله ګرځندویان دغه ولایت ته لږ سفرونه کوي.

یو شمېر بهرني ګرځندویان د ناامنیو، ستونزمنو لارو، معیاري هوټلونو او هوایي ډګر نه‌شتوالي په سبب د تاجیکستان له لارې د بدخشان توریستي سیمو نندارې ته ځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام