فرهنګیان: مثنوي، معنوي د افغانستان فرهنګي میراث دی

د ایران څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چې داسې هڅې روانې دي، چې د مولانا جلاالدین محمد بلخي مثنوي، معنوي کتاب د ایران او ترکیې هېوادونو له خوا د یو فرهنګي میراث په توګه د یونسکو په سازمان کې ثبت کړي.

په دې اړه افغان لیکوالو او فرهنګیانو غبرګون ښودلی او په خپلو فسبوک پاڼو کې له دولت نه غوښتي، چې د ایران او ترکیې هېواد د دې کار مخه دې ونیسي.

په دې اړه د بلخ پوهنتون استاد صادق عصیان وايي، چې معنوي، مثنوي د مولانا جلاالدین محمد بلخي مهم اثر دی او باید افغان حکومت یې د یو فرهنګي میراث په توګه د یونسکو په سازمان کې ثبت کړي.

عصیان حکومت د افغانستان د فرهنګي میراثونو د خوندي ساتلو په برخه کې په ناغېړۍ تورنوي او زیاتوي، که حکومت په دې برخه کې لاس په کار نه شي، د فرهنګیانو ملاتړ به له لاسه ورکړي.

نوموړي له ټولو کلتوري بنسټونو وغوښتل، چې په دې اړه عدالت غوښتنه وکړي او زیاته یې کړه، چې دولت باید د یونسکو غړو هېوادونو سره اړیکه ونیسي، چې دغه موضوع له ملګرو ملتونو سره شریکه کړي.

شاعر او لیکوال روح الامین امیني په دې اړه وايي، چې د مولانا معنوي، مثنوي اثر باید د ټولو فارسي ژبو د کلتوري میراث په توګه د یونسکو په سازمان کې ثبت شي.

امیني وايي، چې مولانا او د فارسي ژبې نور مهم شخصیتونه دې ته اړتیا نه لري، چې په یونسکو کې ثبت شي؛ په وینا یې د یونسکو له خوا یو کال د مولانا جلاالدین بلخي په نوم نومول شوی، دا خپله د فارسي ژبې فرهنګي شخصیتونو نړیوال شهرت ښيي.

دی وايي، چې د ترکیې دغه اقدام دخندا وړ دی او حکومت باید په افغانستان کې د ترکیې فسارت استازي احضار کړي.

په ورته وخت کې د اجرایوي ریاست فرهنګي سلاکار سید حسین فاضل سانچارکي له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې حکومت د ایران او ترکیې د دغه اقدام په تړاو یونسکو ته خبر ورکړی او دغه سازمان به د افغانستان له خوښې پرته کوم کار ونه کړي.

سانچارکي وايي، چې د مولانا مثنوي، معنوي د ټولې نړۍ فرهنګي سرمایه ده او هېڅ هېواد نه شي کولی، چې دغه ستر اثر په خپل نوم مصادره کړي.

لیکوال او شاعران وايي، چې د ایران دولت له دې مخکې هم ځېنې د فارسي مشاهیر په خپل نوم کړي دي او دا د ایران وروستي او لومړنۍ کار هم نه دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام