.jpg)
په بلخ ولایت کې یو شمېر مدني فعالانو نن یکشنبه (فبروري۲۱مه) د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې له دولت نه وغوښتل، چې د ماشومانو له پاره په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابره کړي او د هغوی دغه طبیعي حق ته درناوی وکړي.
د پوهنتون استاد صالح محمد احساس د هېواد د سیمه ییزو ژبو د نه پرمختګ او ودې په برخه کې دولت په بې پروایې تورنوي.
نوموړي زیاته کړه، چې ان تراوسه دولت هڅه کړې، ځېنې وړو ژبو ته په لازمي اندازه وده ور نه کړي او په تالیف، لیکل او تدریسي برخو کې يې مخنيوی وکړي.
.png)
احساس له دولته غواړي، چې هېواد کې د نورو مروجو ژبو سره توپیري چلند او سپکاوی ونه شي او د دغو ژبو د ودې له پاره هڅه وکړي، چې هر څوک د دولت او هېواد په هنداره کې ځان وویني.
بل خوا، د پوهنتون یوه بله استاده نسرین احمدي، چې په دې غوڼده کې یی خبرې کولې وویل، په دې وروستيو کې په هېواد کې زیات خلک په خبرو کې د پردیو ژبو له لغتونونو کار اخلي.
نوموړې زیاته کړه، چې ژبه د فرهنګ نښه ده، باید خپل فرهنګ له منځه یو نه سو کړو.
په دې غونډه کې مدني فعالانو دولت پر بې پروایې تورن کړ او و يې ویل، چې په نمایشي ډول هم دولت له دې ورځې یادونه نه کوي.
.jpg)
خو د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس صالح محمد خلیق وایي، چې دولتي بنسټونه یواځې هغه ورځې نمانځي، چې په رسمي مهال ویش یا کالیزه کې راغلې وي، خو د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ په کالیزه کې نه ده ځای شوې.
د خلیق په وینا، د هېواد په رسمي کالیزه کې ځېنې ورځې نه دي ځای شوي، چې مدني ټولنې دا ورځې نمانځي.
هغه وايي، دولت هغه ورځې نمانځي چې په کالیزه کې په نښه شوې وي، خو په مورنۍ ژبه خبرې کول پکې نه دي راغلي.
د نوموړي پر خبره، دوی مکلف نه دي، چې دغه ورځې ولمانځي.
مورنۍ ژبه هغه ښکارنده ده، چې انسان خپلې لومړنۍ خبرې ورسره پیلوي او د ژوند تر پایله پرې خبرې کوي، خو افغان دولت لکه څنګه چې نورو برخو کې یی کم کار کړی، مورنۍ ژبې ته یې هم ډیر کم پام کړی.
یاده دې وي، چې د فبروری ۲۱ د یونسکو له خوا د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې ده.





