د ښځینه خبریالانو د ځورولو مخنیوي منشور اعلان شو

په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د ځورولو مخنیوي منشور نن په کابل کې ارایه شو.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز رییسه فریده نیکزاد د دې منشور د اورولو پرمهال خبري غونډې ته وویل، په رسنیو کې له ښځو سره دوګونی چلن او د هغو ځورول کېدل د دې سبب شوي چې ډېرې ښځینه خبریالانې دندې پرېږدي.

د ښځینه خبریالانو د ځورولو مخنیوي منشور د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د رسنیو د مسوولانو له لوري پلي کېږی چې ښځینه‌وو ته په رسنیو کې بیاځلي د کار اسانتیا برابره شي.

په رسنیو کې د وړتیا له‌مخې په مدیریت، تصمیم‌نیونه، مقررۍ، ظرفیت‌لوړونه، د حقوقو ورکول او د هغوی د شکایتونو اورېدل د دې منشور مهم ټکي ښودل شوي‌دي. دا منشور قانوني دستو‌رالعمل نه‌لري او یوازې اخلاقي او مسلکي ژمنه ګڼل کېږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین سید حسین‌آقا فاضل سانچارکي له دا ډول طرحې نه د ملاتړ اعلانولو ترڅنګ وویل چې دې وزارت ۵ میاشتې مخکې د خبریالانو شکایتونو ته د رسېدنې په پار یوه کمېټه جوړه کړې‌ده؛ خو په وینا یې، ډېر پروګرامونه د بودیجې د نه‌شتوالي له امله نه عملي کېږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین او د رسنیو مسوولانو د دې منشور په پای کې لاسلیکونه وکړل چې د ښځینه خبریالانو د ځورولو مخه ونیول شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام