وروسته له هغه، چې د افغانستان په بلخ، پلازمېنه کابل، کندوز، پروان، فاریاب او هرات ولایتونو کې د مهربانۍ په نوم دېوالونه جوړ شول دا دی اوس هملندیانو هم دغه نوښت ته په خپل ولایت کې ځای ورکړ او په دغه ولایت کې یو رنګین دېوال " د مهربانۍ دېوال" په نوم جوړ کړ، چې خلک په کې خپل زاړه لباسونه یا هغه لباسونه ځوړوندوي، چې دوی ورته ضرورت نه لري او نور اړمن او بې وزلي ترې کار اخلي.
دا دېوال، چې د هلمند مدني ټولنې له لوري د لښکرګاه ښارمعارف څنګ ته جوړشوی په کې له همدې دیواله ترسلو زیاتو بې وزله کورنیو سره مرسته و شوه.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردارمحمد همدرد وایي، موخه یې د داسې دیوال له جوړېدو دا ده، ترڅو خلک یو له بله سره د مرستې او همکارۍ لاسونه ورکړي او له همدې لارې یو له بل سره دوستي او محبت زیات شي.
همدرد وایي، چې له دې کاره يې موخه داده، ترڅو په هلمند کې د وروستیو جګړو د راکډه شویوکورنیو سره د همدې لارې د کالیو، بوټانو او خوراکي توکو مرستې ورسوي.

د هلمند ولایتي شوراغړی بشیر احمد شاکر، چې خپل ترلسو زیات جامې یې په همدې دیوال ځوړندې کړې رسنیو ته وویل، نورڅه یې په وسه نه دي د همدې دیوال له لارې کولی شي، چې له خپلو هیوادوالو سره مرسته وکړي.
هغه له خلکو وغوښتل، چې د همدې لارې د یو او بل لاسنیوی وکړي.
هلمند کې د مهربانۍ دېوال داسې مهال جوړشوی، چې دا کار په لومړي ځل په بلخ ولایت کې د افغان ځوانو رهبرانو د شبکې له لوري پرانیستل شو دا دی دا ګام نن ترهلمنده هم راورسید او له دې لارې لسګونو افغانانو ته مرستې ورسیدلې.
د هلمند مدني ټولنې غړي آغا محمد قريشي وويل، د مرستې له پاره د انګېزې ورکولو دا لړۍ به تر ولسواليو هم وغځوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په فراه ولایت کې هم نن یکشنبه (مارچ۱۳مه) د مهربانۍ دېوال په نوم جوړ شوی او هغه خلک، چې ضرورت لرې د ځوړند شویو لباسونو يې کار اخلي او هغه خلک، چې لباسونه لري او ترې کار نه اخلي نو په دغه دېوال کې يې ځوړوندوي.

یاده دې وي، چې څو ورځې وړاندې په کابل کې هم د " که ضرورت نه لرې پریږده او که ضرورت لرې، نو ګټه ترې واخله " شعار لاندې د مهربانې دېوال جوړ کړ، چې زیاتو خلکو په کې خپل هغه لباسونه، چې دوی ترې کار نه اخیسته او د نورو د ضرورت وړ و ځوړندې کړلې.





