
د افغانستان د تیاتر مسوولان وايي، د «زینب سینما» په نوم د ښځینهوو ځانګړې سینما به بیا جوړه کړي.
د تیاتر او د اجراییه ریاست د فرهنګ او هنر برخې مسوولانو نن په یوه ګډه خبري غونډه کې د یادې سینما ترڅنګ، د کابل او هرات د تیاتر جوړولو خبر هم ورکړ.
د اجراییه ریاست د فرهنګ او هنر برخې رییس فقیراحمد میوند وايي، مالیې وزارت ورسره ژمنه کړې چې د ښځینهوو د لومړنۍ سینما چارې به بیا پیل کړي چې کلونه وړاندې ورانه شوې وه.
د نوموړي په وینا، مالیې وزارت د زینب سینما د بیا جوړولو ترڅنګ، د لومړي ځل لپاره د کابل او هرات د تیاترونو بیاجوړولو لپاره ۱۵ میلیونه افغانۍ ورکړې دي.
میوند وايي، دغه بودیجه به د کابل او هرات د تیاتر سالونونو په فني کارونو ولګوي او د دواړو سینماوو د ودانیو د بیاجوړولو مسوولیت د ښاروالي او اطلاعاتو او کلتور وزارت پر غاړه دی.
د کابل د تیاتر رییس سیدمنصور رحماني د مالیې وزارت دغه اقدام ستايي او وايي، اوس د تیاتر هنرمندانو لپاره د تمرینونو لپاره هېڅ ځانګړی ځای نهشته.

رحماني زیاتوي، له خپلو کمو امکاناتو سره سره یې په وروستیو ۳ کلونو کې له ۶۰ ډېر د تیاتر نمایشونه کړي دي.
په همدې حال کې د مخابراتو وزارت مالي مرستیال هادي هدایتي چې په دې غونډې کې یې خبرې کولې، د عامه کتابتون د ډیجیټل کولو خبر ورکوي.
نوموړی وايي، د عامه کتابتون په ډیجیټل کولو سره به نه یوازې د دغه کتابتون ټول اثار د ورکېدو له ګواښه وژغورل شي، بلکې په هېواد او له هېواده بهر به د ټولو کتابتونونو په واک کې ورکړل شي.





