شمس القمر اندېش دپښتونخوا یاد شاعر او خدای خدمتګار د ور پېښې ناروغۍ له امله د اجل داعی ته لبیک وویل
ارواښاد اندېش د شلمې پيړۍ له یادو شاعرانو څخه شمېرل کېده
اندېش له زلمیتوبه دهغې سیمې د خدای خدمتګارو سره ملګری و او د ژوند تر ورستيو شېبو دهمدې لارې لاروی و
د دې مشهور شاعر په شعرونو کې د وخت د سیاستونو لوړې ژورې په ډير هنرځای شوې وې او په شعرونو کې یې دخپل وخت ضرورتونه را ونغاړل.
په ټولنیزو رسنيو د ارواښاد اندېش شمس القمر د مرګ له خبر خپرېدو وروسته ډيرو ځوانو او مشرانو لیکوالو او فرهنګيانو دهغه په مړینه غمرازي وښوده.
ځوان لیکوال او شاعر خان زمان کاکړ سلام وطندار سره په خبرو کې د مرحوم په اړه وویل(اندېش صاحب د شلمې پېړۍ د پښتو شاعرانو د مخکښانو له ډلې وو. د اسلوب په لحاظ که څه هم لږ بدل خو د موضوع او مضامينو په لحاظ بېخي بدل، بېخي رجحان ساز او موثر شاعر وو. رومانوي شاعر خو ډېر زيات ژمند او نظرياتي شاعر … خدايي خدمتګار شاعر، سرخپوش شاعر)
کاکړ وايي چې ارواښاد ځینې سترو خلکو عادتونه هم درلودل شهرت یې نه غوښت او نه هم د تلویزون په پرده او ستیج مخکې مخکې کېده.
د کاکړ په وینا د ارواښاد همدې ګوښه توب هغه له خلکو لرې کړ او ډيرو خلکو هغه داسې ونه پيژنده څنګه چې هغه و.
لیکوال او شاعر نور الحبیب نثار هم د اندېش په مړینه خواخوږي ښکاره کړې ده په خپله فیس بوک پاڼه ليکي، چې اندې لکه د غره په شان ولاړ و او داسې ولاړ و چې هیڅ سیال نه لري.( ښتیا ده چې نور د غره په شان د ګل په شا اریتې تڼۍ ازاد ولاړ دی. نه نور څوک رقیب لري او نه څوک سیال و شریک.)
ارواښاد شمس القمر اندېش دپښتونخوا د مردان ضلعې د میارو سیمې وسېدونکی و، تر څوارلسمه پورې یې زدکړې کړې وې اونږدې د ۸۰ کالو په عمر کې له دې نړۍ وکوچېد
جنازه یې د دوشنبې په ورځ سهار یولس بجې په خپله پلرنۍ هدیره کې ادا کيږي





