
له پېړیو پېړیو راهیسې د نوي کال زوړ رسم و رواج نمانځل د افغانستان په غربي په ځانګړي ډول هرات کې شوي دي؛ خو په وروستیو کلونو کې دا اریایي مراسم په کابل کې هم د ځوانو فرهنګيانو له خوا نمانځل کېږي.
د پوهنتون استاد یعقوب یسنا د سوري چهارشنبې د جشن په اړه وايي، چې د دا ډول لرغونو فرهنګي مراسمو نمانځل د افغانستان بېلابېلو قومونو د نېږدېوالي لامل کېږي. د یسنا پر وینا، د اوسنۍ نړۍ انسان له فرهنګونو نه تېښته نه شي کولی او باید بېلابېلو فرهنګونو ته احترام وکړي. دی په دې باور دی، چې د زړو فرهنګي رسم و رواجونو منل، په هېواد کې د ارامۍ او سولې لامل کېږي او له دې ډول فرهنګونو سره تعصب کول، رواني تاوتریخوالی زیاتوي.
یسنا زیاتوي، له لرغونو رسم و رواج سره اختلافي چلن ته دیني اړخ ورکول، له خپلو لرغونو ارزښتونو سره ضد کول دي، چې دا اختلافات بیا د دې سبب کېږي، چې د هېوادوالو تر منځ د دوستۍ پر ځای دوښمنۍ ته لاره هواره شي.
دغه فرهنګي شنونکی وايي، چې په ښوونځیو کې د دا ډول لرغونو فرهنګي مراسمو په اړه ناخبري د دې لامل شوې ده، چې خلک په دې اړه کم معلومات ولري او یا ورسره نااشنايی وښيي.
په ورته وخت کې شاعر او لیکوال روح الامین امیني سلام وطندار ته وویل، چې سوري چهارشنبه او د نوي کال په شان فرهنګي مراسم د هېواد لرغوني ارزښتونه دي.
د امیني پر وینا، د سوري چهارشنبې د نمانځنۍ اوسنۍ بڼه، پخوانۍ مذهبي هغه نه لري، بلکې دا مراسم یوازې د یوې فرهنګي پدیدې په توګه نیول کېږي.
دا لیکوال زیاتوي، چې په هېواد کې د وژنو، ځانمرګو بریدونو او پناه غوښتونکیو خبرونو پر هېوادوالو د خوشالۍ شېبې کمې کړي؛ نو د دا ډول مراسمو نیول کولی شي، چې هېوادوالو ته خوښي ورکړي.





