د رضاکارانو نړیواله ورځ د قرغې بند د شاوخوا سیمې په پاکولو سره ونمانځل شوه

«زموږ ښار زموږ کور» په شعار سره یو شمېر مدني فعالانو، د ملګرو ملتونو یا UNDP چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ له خوا ونماځل شوه.

دغو لسګونو رضاکارانو د دوشنبې پر ورځ د کابل قرغې بند اړوند سیمو نه د ملي حشر په ډول کثافات او خزلې راټولې کړې او له نورو خلکو يي د ښاري فرهنګ په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د رضاکارانو نړیوالې ورځې په مناسبت د قرغې بند شاوخوا سیمو پاکولو په موخه دغه پروګرام د کابل ښاروالۍ، مدني فعالانو، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یا UNDP له خوا جوړ شوی و.

د دې کمپاین یو غړي او مدني فعال خالد مبارز سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د چاپېریال پاک ساتل او د ښاري فرهنګونو مراعتول یوازې د دولت کار نه دی، بلکې ټول وګړي مسوول دي، چې ښار او خپل شاوخوا چاپېریال پاک وساتي.

د کابل ښاروالۍ د تنظیف عمومي رییس عبدالتواب احمدي هم مني، چې د ښار پاک ساتلو برخه کې یې پراخ کار نه دی کړی، خو وايي، چې د دوی د کم‌کارۍ لامل د کارکوونکیو کموالی، د خلکو د نفوس زیاتوالی او کم امکانات دي.

د ده په خبره، په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکې کې به د کابل ښار د پاکوالي او منظم والي له پاره خپلې لنډمهالې او اوږدمهالې طرحې او پروګرامونه پیل کړي.

 بل خوا سید فرهاد زلمي د ملګرو ملتونو یا UNDP مطبوعاتي مسول وویل، چې د رضاکارانو موخه یوازې د چاپيریال ساتنې نړیوالې ورځې په نامه د چاپېریال پاکوالی نه دی، بلکې په دې ډول کولی شو، چې د ناروغانو، بې ځایه شویو او راستنېدونکو کډوالو او بېړنیو پېښو له زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړو.

په همدې اړه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې معین عبدالولي مدقق وايي، چې دغه ډول پروګرامونه د چاپېریال ساتنې د عامه پوهاوي په زیاتوالي کې مرسته کوي.

د ده پر وینا، دا پروګرامونه ټولنیز او اقتصادي اغېز هم لري او دولتي بنسټونو سره د چاپېریال ساتنې برخه کې اغېزمن دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام