د هرات مېرمنو د فلم څلورمه نړیواله جنشواره د چهار شنبې په ورځ د افغانستان، ایران، هند، امریکا او فنلند هېوادونو د سینما وتلو څېرو په موجودیت کې د کابل په بابر ملکې قصر کې جوړه شوه.
دې جشنوارې ته له ټولې نړۍ څخه ۲۰۰ فلمونه رالېږل شوې وو، چې ۷۶ هغه غوره فلمونه یې د کیسې، مستند او انمېشن په برخه کې نندارې ته وړاندې شول، چې غوره هنرمندانو ته به ۱۲ تندیسونه ورکړل شي او همدا ډول د "افغانستان ځانګړی تندیس" په نوم به بهترینه افغان فلم ته دغه تندیس ورکړي.
د جنشوارې په لومړۍ ورځ د افغانستان د هاینریش بل بنسټ رییس لیکوال عبدالواحد ضیا مبلغ د ښو کارکړنو او همدا ډول مېرمن عاقله رضايي د افغانستان د سینما لوبغاړي وستایل شول.
په دې جشنوار کې د ایران د سینما مشوره څېره مېرمن رخشان بنی اعمتاد ته د ښو کارکړو او د مېرمنو د بحثونو انځورولو او د بشرحقونو په برخه کې د ښه کار له امله ځانګړی تندیس ورکړل شو.
نوموړې د نړۍ معتبرې جایزې ګټلي او تر اوسه یې ۲۴ مستند فلمونه او ۱۱ داستاني فلمونه جوړ کړي دي.
د دې جنشوارې مشر روح الامین امیني وویل، هغه مېرمنې او سړي چې اوږه په اوږه د انساني کرامت له پاره کار کوي، دا یو فضیلت دي، ځکه جګړې او کرکې مو ژوند تنګ کړی دی.
دی وایي، دغه جنشواره د هغو سینمايي فعالیتونو د ستاینې په پاره ده، چې له مخې یې نړۍ د رنګونو، توکمونو، ملیتونو او په بېلابېلو ژبو ښایښته ښکاري د فلمونو له لارې وړاندې کوي.
دغه جنشواره څلور ورځنۍ ده او په پای کې به غوره فلمونه د کابل ښار په ځینو سینماګانو کې هم نندارې ته وړاندې شي.





