د پروان په ګلغونډۍ کې د ارغوان ګل جشنواره ترسره شوه

د پروان ولایت په ګلغونډۍ کې یوشمیر شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګیانو، دولتي سیمه ییز چارواکو او د پروان ځوانانو په ګل غونډۍ د ارغوان جشنواره جوړه کړه.

د پروان ولایت یو اوسیدونکي عمراحمد پروانی وايي، چې ددې جشنوارې په جوړولو سره غواړي ثابته کړي چې پروان نه یوازې د جهاد او مقاومت مرکز و بلکې له هېواده دفاع او فرهنګي ارزښتونو ساتنه هم کوي.

په همدې حال کې، د پروان والي محمد عاصم،عاصم مزار شریف کې د ګل سرخ میله، په پروان کې د ارغوان ګل، په ننګرهار کې د نارنج ګل، په کندهار کې د انار ګل او په دایکندي کې د بادام ګل میلې د اوسیدونکو ترمنځ د لازیات یووالي او نږدې کیدو له پاره یو مناسب فرصت بولي.

په پروان ولایت کې د ارغوان ګل جشن لمانځنه د خبرو درې پړاونو کې، شعرویل، ګوډي پران بازي او د یو شمیر شاعرانو او لیکوالو اثارو لوستلو په ترڅ کې ترسره شوه.

په دې میله کې یوشمیر ګډونوالو د پروان له سیمه ییزو چارواکو وغوښتل، چې د ګل غونډۍ، تپې د لیدونکو له پاره دې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ارغوان ګل جشن له هغو جشنونو بلل کيږي. چې د هرکال په لومړۍ میاشت کې د پروان ولایت په ګل غونډۍ کې لمانځل کیږي او د دغه ارغواني طبیعي رنګونو د ليدلو له پاره د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه خلک ورځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام