
د کابل پوهنتون پخوانی استاد تاریخپوه پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ د روان زېږدیز کال د جنورۍ پر ۵ نېټه د امریکا په کلیفورنیا ایالت په دیویس روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۸ کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
پوهاند کاکړ په فلسفې، د افغانستان په معاصر تاریخ، جګړې او سولې زیات شمېر کتابونه او څېړنیزې مقالې لیکلي دي.
نوموړي د افغانستان په اړه په زیاتو ملي او نړیوالو سیمینارونو کې ګډون هم کړی و. ارواښاد کاکړ د هېواد د سیاسي کړکېچ د هواري له پاره زیاتې لیکنې خپرې کړي.
پوهاند کاکړ د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې زېږېدلی و. د ښوونځي تر نهم ټولګي یې په لغمان او بیا د کندهار په احمدشاه بابا لېسه کې شامل شو.
ډاکټر کاکړ د کابل پوهنتون په ادبیاتو رشته کې زده کړې وکړې او د وخت حکومت په سکالرشيپ لندن ته لاړ او هلته یې د لندن په ام پي ال پوهنتون کې د منځني ختیځ د اسلامي دور او د اوسنۍ اروپا د تاریخ په برخه کې د ماستړۍ ترکچې زده کړې وکړې، چې له دې وروسته یې سملاسي هماغلته خپله دوکتورا هم واخیستله.
تاریخ پوه استاد کاکړ د کابل مجلې چلوونکی، د پښتو ټولنې غړی او د کابل پوهنتون د استادې پر دندې سربېره علمي او تاريخي څېړنې کړې دي.
کاکړ د شوروي ښکېلاک پر وړاندې د کابل پوهنتون د استادانو او زده کړیالانو د لمسون په جرم په څرخي پله کې ۵ کاله زنداني شوی و. له زندان څخه د ازادېدلو وروسته لومړی پاکستان او بیا له هغه ځایه د امریکا د کلیفورنیا ایالت ته کډوال شو.
د ارواښاد کاکړ په اړه مشهوره وه، چې بهرنیو تاریخپوهانو د ده معلومات لومړی لاس بلل.





