
د بغلان یو شمېر سینماګران په حکومت کې پر اړوندو ادارو نیوکه کوي، چې څو کاله مخکې یې په دې ولایت کې «د بغلان سینما» ونړوله؛ خو تر اوسه یې د بیارغونې پهپار هېڅ ډول اقدام ونهکړو.
دوی زیاتوي، چې د نویو فلمونو د نندارې لهپاره په بېلابېلو دولتي ادارو ګرځي، چې د فلم د نندارهکولو لهپاره ځای او امکانات ورکړي.
په بغلان کې د یوې سینمایي او تیاتر موسېسې مسوول قدرت الله تګابي سلام وطندار ته وویل، له کله نه چې د بغلان سینما ورانه شوېده؛ دوی فلم د ولایت د غونډو په تالار کې نندارې ته وړاندې کوي، چې د ډېرې تالاشۍ او ستونزو ګاللو له امله څوک نه ورځي.
فرهاد وحدت هم په دې ولایت کې سینماګر دی، دی غوښتنه کوي، چې د پخوانۍ سینما بدیل دې ورکړل شي او یا دې په هماغه ځای دوی ته نوې سینما ورغول شي.
په همدې حال کې د بغلان پوهنتون استاد هم په ټولنه کې د سینما نهشتوالی او د هغو اړوندې ستونزې د فرهنګي کمزورۍ نښې ګڼي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت نه د هېواد سینما ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.

د پوهنتون استاد سیدمحمد احمدي وايي، په بغلان کې د سینما ځمکه د غصب کېدو په حال کې ده او دا د دې ښکارندویي کوي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سینما په برخه کې پوره بېغوري کوي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان پهدې اړه له څه ویلو ډډهکوي؛ خو د پلخمري ښاروال صفرمحمد صفر وایي، هڅې روانې دي، چې د بغلان سینما وداني بېرته جوړهکړي.
د ده پر وینا، د دې څلور پوړيزې سینما تدارکاتي پړاوونه روانې دي او ښايي ډېر ژر کوم ساختماني شرکت ته په قراردادي ډول ورکړل شي.
څو کاله مخکې د بغلان ولایتي ادارې د دې لهپاره چې د بغلان سینما وداني د عمومي سړک په لاره جوړه شوېوه، ورانه کړه او هماغه مهال یې د دې سینما د بدیل ژمنه شوېوه.
خو د بغلان سینماګران وايي، چې اوس د سینما د ودانۍ په ورانه شوې ځمکه باندې ښاري واسایط درېږي او د سړک لهپاره ترې هېڅ ډول ګټنه نهده شوې.





