.jpg)
له لسګونو کلونو راهیسې په تخار ولایت کې یوه سینما موجوده ده، چې هغه هم له تېرو ۱۶ کلونو ویجاړ پروت دی او د کراچیو او وړو غرفو په تمځای بدل شوی دی.
خو د دغه ولایت د ښاروالۍ مسوولین په پام کې لري، چې دغه سینما یو ځل بیا ورغوي، څو خپل فعالیتونه په نوې بڼه پېل کړي.
د تخار ولایت ښاروال عزیز مقصودي وايي، چې د دغه سینما د بیا رغولو په برخه کې به ۳ میلیونه افغانۍ ولګول شي.
.jpg)
هغه وايي، چې دغه سینما به په پرمختللو او مډرنو وسایلو سمبال وي او د وسایلو د واردولو په موخه يې هم د بهرنيو هېوادونو سره پلان وروستی کړی دی.
لیکوال او شاعر وحید بکتاش وايي، چې د تخار د ښاروالۍ دغه کار بېساری دی او هرکلی ورته وايي.
د هغه پر خبره د دغه سینما بیا رغول به د تخاریانو فرهنګ دوباره ژوندی کړي.
هغه زیاتوي، چې د تخار سینما د دغه ولایت تر ټولو زوړ فرهنګي نښه ده او وايي، چې له رغولو وروسته به د نورو سینماګانو خلاف د ملي ژبو تر ټولو ښه اثار نندارې ته وړاندې شي.
د ویلو ده، چې د تخار سینما ۵۰ کاله وړاندې جوړ شو و.





