د علامه سیدجمال‌الدین نړۍوال علمي او څیړنیز سیمینار جوړېډل

د «علامه سیدجمال‌الدین افغان د ازادۍ او تجدد علمبردار» تر سرلیک لاندې علمي او څېړنیز سیمینار ـ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري جوړ شوی‌و ـ لومړۍ دوه ورځې یې کابل او درېیمه هغه یې کونړ کې د سید پر ژوند، فکر او مبارزې د مقالو په لوستلو دوام وموند.

دغه علمي او څېړنیز سیمینار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، علومو اکاډومۍ او د هېواد د بېلابېلو پوهنتونو استادانو تر څنګ ګڼ‌شمېر قلموالو او عامو خلکو ګډون کړی‌و.

د علومو اکاډومۍ غړي څېړندوی محمد داود ناظم خپلې مقاله کې علامه سیدجمال‌الدین افغان یو ازاد، ویښ، د علم او حکمت علمبردار شخصیت یاد کړ او زیاته یې کړه چې سید خپله مبارزه د علم او منطق پر بنسټ داسې روانه کړې‌وه چې اغېزې یې په یو هېواد کې نه شوای تم کیدای.

د کونړ پوهنتون استاد پوهنیار سیداصغر هاشمي پر سیدجمال‌الدین افغان لیکلې مقالې کې راوړي چې د سید لنډې معنادارې ویناوې دومره مهمې او هر اړخېزې وې چې په هره زمانه کې د پلي کېدا وړ دي.

د ده په خبره، د ارواښاد سیدجمال‌الدین افغان په ویناوو کې د راتلونکي پېشبیني او د ماضي تجربې بیان شوې‌دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال پوهاند رسول باوري دغه سیمینار د سیدجمال‌الدین افغان د فکر او مبارزې د پاللو له‌پاره اغېزمن او بریالی وبللو او د لنډيز په توګه یې د لوستل شویو مقالو په رڼا کې سیدجمال‌الدین د سیمینار ګډونوالو ته داسې ور وپېژند.

د دې سیمینار په پای کې د پوهانو له لوري یو پرېکړه‌لیک هم ولوستل شو چې له کتابتونونو، ارشیفونو او افرادو د علامه د اثارو راټولول په ملي ژبو ژباړل او چاپول، کونړ پوهنتون کې د علامه په نوم یو علمي او څېړنیز مرکز جوړول، د سید پلرنی کور او هدیره د تاریخي ابدې په توګه رغول او ثبتول، خاص کونړ کې د علامه په نوم یو څلی او پارک په زر جریبه ځمکه کې جوړول، د سیدجمال‌الدین افغان په نوم د یو دولتي مډال او فرهنګي جایزې منظورول، د علامه ټولې خطي نسخې ټولول او خوندي کولو تر څنګ په‌کې ځېنې نورې غوښتنې هم شاملې وې.

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا اونۍ د فرهنګي اونۍ په نوم یاده کړې، چې د سیمینار تر څنګ پکې د انځورونو، صنعتي او تاریخي توکیو او نقاشۍ یو هنري نندارتون هم جوړ شویBو.

سبا چارشنبه او پنجشنبه هم دغه اونۍ دوام کوي چې په ترڅ کې به یې مشاعرې، له تاریخي سیمو لیدنې او د موسیقۍ پروګرامونه جوړ شي.

د غزل د بابا په اړه ننګرهار کې یو ورځنی سیمینار

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام