غزني کې د «ګل‌سنګ» په نوم مشاعره وشوه

 

په غزني کې د وقت‌فر مدني بنسټ له لوري د «ګل‌سنګ» په نوم مشاعره وشوه.

دغه پروګرام کې شاعرانو د نوي کال د نمانځلو په اړه خپل شعرونه وویل.

د تمثیلي ټوټو، محلي موسیقۍ، ملي اتڼ او د غزني هندوانو له لوري د لرګیو جنګولو ګډا ترسره کول؛ د دې پروګرام له نورو برخو څخه وو.

د غزني مرستیال والي محمدعارف واحدي وايي، د ملي فرهنګ او جشنونو معرفي کولو او پیاوړي کولو او د غم‌ځپلو هېوادوالو ژوند کې د خوشالۍ راوستلو له‌پاره، د دا ډول پروګرامونو جوړول ډېر مهم او ګټور دي.  

وروستیو کلونو کې غزني کې د نوي کال نمانځنې پر وړاندې تر بل هر وخت زیات مخالفتونه را ولاړ شوي‌دي.

تفریحي سیمو او زیارتونو کې چې معمولاً د نوي کال لومړیو ورځو کې د خلکو ګڼه ـ ګوڼه په‌کې زیاته وي؛ ماین اېښودل له جدي بېلګو شمېرل کېږي.

له‌دې سره د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وايي، هغوی د نوي کال تاریخي جشن نمانځلو له‌پاره امن‌ځایونو کې ځانګړي پروګرامونه جوړوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام