اوس مونږ په داسې پېر کې ژوند کوو چې په اړه یې عموما دا فکر کيږي چې د ساینس، ټیکنالوژۍ او کمېپوټر نړۍ ده او د ژوند په اساسي ضرورتونو کې یاد کړی شوي موارد اهم ځای لري.

په پخوانيو ټولنو کې د کتاب د مطالعې دود په لوستي طبقه کې خورا زیات و او دهمدې کار له پاره به یې ځانګړې خونې جوړولې، د رڼا بندوبست به یې کوه او کتابونه به یې ټولول.

څومره لوی باچاهۍ چې تېرې شوي دي نو د ځان له پاره یې کتابونه یوه مهمه مشغلا ګرځولې ده، په دربارونو کې د هنر او شعر او شاعرۍ مراسم جوړول.

ځانګړي اشخاص به یې ددې له پاره ساتل چې باچا ته کتابونه ووايي او یایې هم مهم ځایونه ورته په نښه کړي.

په پخواني روم، فرانسه، جرمني، انګلستان، هندوستان کې داسې سترې سترې کتاب خانې وې چې د خپل وخت دمشهورو عالمانو او پوهانو کتابونه به په کې راټول کړی شوي وو.

همدې مېنې او همدې دود په پخوانيو ټولنو کې د علم د خورېدو او پراختیا له پاره ګتور کار کړی دی او نن هم مونږ داسې نظریاتو ځېنې ګټه اخلو چې پېړۍ پېړۍ وړاندې رامنځته شوي و او تر ننه په کتابونو کې پاتې دي.

خو په افغانستان کې په ورستۍ پېړۍ کې د جنګي کلتور د عام کېدو او دجنګ جګړو د پراخېدو له کبله په فرهنګي برخه کې دې اړخ ته دومره جدي پاملرنه نه ده شوې او نه هم تر اوسه داسې پرمختللې کتاب خانې جوړې شوي چې هلته دې خلک له کتابونو هر اړخیزه ګټه واخلي.

په دې کې شک نشته چې مونږ دیوې نوې نړۍ د نويو ایجاداتو په جال کې ګير یو او باید ددې وخت له تګ سره ځان اشنا کړو خو مهمه پوښتنه دا ده چې د کتاب راتلونکی او حال څنګه دی؟

که د وخت تګ ته وګورو، کاري فرصتونو ته وګورو او خپلې اړتیاوې چې په لږ وخت کې باید ډیر کار وکړی شي په پام کې ونیسو نو ټېکنالوژيکې اسانتیاوې زمونږ د لنډ تنګ وخت په برکتي کولو کې پوره پوره مرسته او ونډه راسره کوي؛ خو که بل لورې وګورو چې د علم سرچینې کمپيوتر نه بلکې کتاب دی نو ددې ډيرو پرمختګونو سره سره بیا هم مجبوريږو چې کتاب دخپل ژوند یوه برخه وګرځوو.

کتاب د انسان په ذهن او زړه کې د را ټوکېدلو احساساتو او تصوراتو مجموعه ده، او د احساساتو او تصوراتو دغه نړۍ دومره پراخه او رنګينه ده چې پېړۍ وروسته به هم ددې رنګينيو په لټون پسې لوستونکي سرګردانه وي.

دا خبره چې لوستونکی کولی شي په انلاین نړې کې مطالعه وکړي او دکتاب تنده دلته ماته کړي تر یوه ځایه سمه ده ؛ خو د مطالعې د روانشناسۍ له مخې د کتاب مطالعه او د بریښنايي پردې مطالعه د ځمکې او اسمان توپیر سره لري.

په برېښنايي پردې لوست مونږ له ځېنو ستونزو سره مخ کوي، سترګو ته مو تاوان رسوي، ذهن مو ګنګس کوي او له فکري تمرکز څخه مو لرې کوي.

ځکه چې د برېښنايي پردې پر مخ لوستونکی پر یو وخت بېلا بېل کارونه ترسره کوي، له دوستانو سره په اړیکه هم وي، کار هم کوي او لوست هم؛ نو د لوستونکي ذهن څو ځایه بوخت وي له دې کبله خو د برېښنايي پردې پر مخ مطالعه د لوستونکي په حافظه کې هم ځای نه شي خپلولی.

تاسې تجربه کړﺉ په کتاب کې لوستل شوی مطلب به مو ډير وخت یاد وي خو د کمپيوتر پر سکرین لوستی مطلب مو په اسانۍ ذهن کې ځای نه شي خپلولی.

یوه بله خبره دا هم ده چې انټرنیټي نړۍ هم دهمدې کتابونو محصول دی که په کتابونو کې مواد نه وي نو په انلاین دنیا کې به تاسې هغه له کومه کړﺉ ؟

همدا کتابونه دي چې د علمونو خزانې دي، تاريخونه په کې خوندي دي او د پېړيو پېړيو تجربې په کې خوندي پرتې دي، له نوې ټېکنالوژۍ ګټه اخیستل کومه بده خبره نه ده خو زما سپارښتنه او شخصي تجربه دا ده چې په ورځ کې یو ځانګړی وخت باید کتاب ته ورکړل شي، ګینې ډير ژر به په ذهن کې د موادو د کمښت له بحران سره مخ شوو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام