.jpg)
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې د پښتو موسیقۍ غزل باچا وتلي سندرغاړي خیال محمد استاد ته د یو فرمان په اساس د میربچه خان عالي دولتي مډال منظور کړ.
د استاد خیال محمد د هنر او شخصیت نمانځغونډه د تېرې پنچ شنبې په ورځ د پېښور په افغان کونسلګرۍ کې جوړه شوې وه، چې ګڼ شمېر سیاستوالو، لیکوالو او هنرمندانو ګډون کړی وو.
په پېښور کې افغان جنرال کونسل ډاکتر عبدالله وحید پویان استاد خیال ته د غازي میربچه خان عالي دولتي مډال تفویض کړ.
.jpg)
ته پویان وویل، استاد خیال محمد د موسیقي خدمات د ستاینې وړ دي، نو ځکه افغان ولسمشر هغه ته دغه مدال منظور کړی.
په غونډې کې پښتون ملت پال سياستوال افراسياب خټک خان وویل، سره له دې چې د حکومتونو تر منځ ستونزې شته خو د ولسونو ترمنځ داسې ارزښتونه شته چې دوی له یو بل سره تړي.





