له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي ۱۶ ورځنی کمپاین پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي راکمولو په موخه یې ۱۶ ورځنی کمپاین پیل کړی‌دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرستې وزیرې حسینې ساپۍ نن کابل کې خبري غونډې ته وویل، دغه کمپاین نن پیل او د ډېسمبر تر ۱۰مې به دوام وکړي.

مېرمن ساپۍ زیاته کړه چې د فردي او ټولنیزو نوښتونو او اطلاع رسولو سره غواړي چې له ښځو سره تاوتریخوالی کم کړي.

له بله‌پلوه د ښځینه خبریالانو ملاتړ مرکز رییسې فریدې نیکزاد د ولسي جرګې له نوماندانو وغوښتل که بریالي شي باید د ښځو په ګټه کار وکړي او قوانینو کې مثبت بدلون راولي. 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي ۱۶ ورځني کمپاین کې بېلابیل پروګرامونه لکه، د فلم‌ښودنه، د کتاب مخکتنه، مشاعره، د ښځو لاسي صنایعو د ښځو په اړه لرغونو اثارو نندارې ته وړاندې کول.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام